Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

حکمتیار: د افغانستان د جګړې په اړه خبرې مې تحریف شوي

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وایي ځینې رسنۍ د بهرنیانو په چوپړ کې دي او د ده د ځپلو وسیلې دي.

حکمتیار چې نن (جمعه د لړم په ۱۹ مه) د حزب اسلامي د سترې مرکزي شورا په غونډه کې وویل چې دوه ورځې وړاندې یې په خپلو خبرو کې د افغانستان جګړه قومي نه وه یاده کړې خو رسنیو یې خبرې تحریف کړي.

ښاغلي حکمتیار وویل:«دغه رسنۍ یا د دښمن په لاس کې دي او یا ستاسو د سیالانو په لاس کې دي او دې ته هم وګورئ چې ستاسو سمې خبرې هم ناسمه تعبیروي او په څرګنده تحریف وي.»

خو ښاغلی حکمتیار د چهارشنبې پر ورځ (د لړم په ۱۷ مه) په همدې ځای کې د افغانستان جګړې په اړه داسې ویلي وو:«د افغانستان په هرې برخې کې جګړه دوام لري، دا هماغه پرونۍ جګړه ده، په دغې جګړه کې د غورډېری اوسېدونکي دي، یو ځل له هغوی سره کېنئ او له هغوی وپوښتئ چې هلته جګړه د چا تر منځ ده؟ د دوه قومونو ترمنځ جګړه ده! په تیورې کې جګړه د دولت او مخالفو وسله‎والو ترمنځ نه ده، د دوه قومونو ترمنځ جګړه ده. همدا حالت په کندز، بغلان او په ټول شمال او افغانستان کې دی د جګړې اصلي وضعیت همدا ډول دی.»

حکمتیار وایي سیاسي ډلې د خپلو سیالانو د ځپلو لپاره د دولتي ځواکونو امکاناتو نه استفاده کوي. نوموړی زیاتوي چې دغه کار د دولتي ځواکونو ملي توب له پوښتنې سره مخامخ کړی دی.

ښاغلی حمکتیار وايي:«که‎چېرې دغه دولتي زور د یرغلګرو له منګولو څخه واخیستل شي، او زموږ امنیتي ځواکونو په واقعي توګه ملي شي جګړه پای ته رسېږي.»

په داسې حال کې چې عبدالهادي ارغندیوال یو ځل بیا ویلي، د ده په مشرۍ حزب اسلامي د عدلیې وزارت کې ثبت دی او تراوسه  په دې اړه د ده او حکمتیار ترمنځ هوکړه نه ده شوې خو ښاغلی حکمتیار د ارغندیوال د نوم له نه یادولو سره داسې غبرګون ښي.

هغه په ډاګه وویل:«حزب متحد دی او متحد به وي!نه پرېږدو چې څوک له حزب څخه بهرشي او په دې باور لرو که‎چېرې څوک له حزب څخه بهرېږي له تش لاس سره به ولاړ شي.»

ګلبدین حکمتیار ادعا لري چې د افغانستان شمال ځېنو سیمو کې ځانګړي قومونه په پښتو خبرو کولو له کبله بې ځایه کړی شوي و ځمکې او شتمنۍ یې غصب شوې دي.

شریک یي کړئ