Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

حکومتي غونډو کې د رسمي چارواکي په توګه د صالح پر حضور نیوکې

هغه معلومات چې له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه خپاره شوي د دې ښودونه کوي چې د اشرف غني ټاکنیزې ډلې لومړی مرستیال امرالله صالح په نه اعلان شوې توګه د حکومت کارونه مخ ته بیايي. 

امرالله صالح له یوې مودې راهیسې د ولسمشرۍ ماڼۍ په رسمي غونډو کې هم ګډون کوي او د ارګ په اعلامیو او خبرونو کې له هغه چې په دغو غونډو کې یې حضور لرلی، د ولسمشرۍ ماڼۍ د یوه لوړپوړي چارواکي په توګه یادونه شوې ده.

بلخوا د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې مرستیال وايي چې د ولسمشر په حکم د هوا د ککړتیا د مخنیوي د عالي کمېسیون د ډېری ناستو مشري د امرالله صالح لخوا کېږي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په دې اړه وویل:«ښاغلی صالح مو کابینه کې نه دی لیدلی او یا هم په کومه بله غونډه کې؛ خو په نورو ځایونو د یوه سیاسي شخصیت د یوه سیاسي مشر په توګه اړتیا وه چې واوسي.»

خو د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم ویاند په داسې حال کې چې دا کار د حکومتوالۍ قانون پرخلاف بولي وايي ترهغه چې د ټاکنو پایلې نه دي روښانه شوې د ښاغلي دوستم پرځای باید بل څوک نه وي ناست.

د ولسمشر د لومړي مرستیال ویاند بشیر احمد ته ینج څرګنده کړه:«د بې قانونۍ په لور په حرکت کې دی او هغه مقام ته چې په مېلیونونو انسانانو رایه ورکړې هغه ته بې احترامي کوي.»

له بلخوا د اجراییه ریاست لومړی مرستیال انجینر محمد خان هم د وزیرانو شورا په وروستیو ناستو کې نه دی لیدل شوی، د اجراییه ریاست په ځینو ناستو کې هم د عبدالله عبدالله د ټاکنیزې ډلې غړي ګډون کوي.

د اجرایيه ریاست ویاند مجیب الرحمان رحیمي وايي:«سوله له حکومت مخکې ده، او ټول بهیرونه او د ټولو بنسټونو او سیاسي بهیرونو شخصیتونه باید د سولې په مذاکراتو کې حضور ولري.»

ځينې حقوق پوهان د ملي یووالي حکومت د مشرانو دا ډول کارونه د قانون پرخلاف او د هېواد په زیان بولي.

د افغانستان د حقوق پوهانو ټولنې غړی وحید الله فرزه يي په دې اړه څرګنده کړه:«د ملي یووالي حکومت له حقوقي پلوه د افغانستان دولت او حکومت د بربادۍ په لور بیايي.»

د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ ویاند زبیر حبیب زاده هم زیاتوي:«هغه کسان چې په حکومت کې ونډه نه لري، په غونډو کې حضور یې په خپله د پوښتنې وړ دی.»

حقوق پوهان وايي د قانون له مخې هغه کسان چې په یوه ټاکنیزه ډله کې واک ته رسېږي د حکومت د کار تر پایه باید ورسره وي او له خپلو صلاحیتونو کار واخلي او همداراز د ټاکنو د وروستیو پایلو تر اعلان او د نوي حکومت تر جوړېدو د ټاکنیزو ډلو غړي یوازې په ټاکنیزو ناستو کې ګډون کولای شي.  

شریک یي کړئ