Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

حکومت او طالبانو د اروپايي ټولنې له نوې اعلامیې هرکلی کړی

افغان حکومت او طالبانو له افغانستان سره د اروپايي ټولنې د ژمنو له تجدید کولو هرکلی کړی دی.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې اروپايي ټولنې  په تېرې لسیزه کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې ګډ ګامونه پورته کړي دي. او دغه کارونه به هم دوام وکړي:«افغان دولت په دې باور دی چې د افغانستان او اروپايي ټولنې اسټراټېژيکې اړیکې د ګډو ارزښتونو د پياوړتیا او له ګډو ګواښونو سره د مبارزې لپاره پر خپل خای دي او دا دوامداره او دایمي ملاتړونه موږ ګډو موخو ته د رسېدو لپاره، لا ژمن کوي.»

که څه هم طالب ډلې هم د افغان سولې له بهیر د اورپايي ټولنې له ملاتړه چې په دغه اعلامیه کې هغه ذکر شوې، ملاتړ کړی، خو ویلي یې دي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس وهنه به د سولې بهیر زیانمن کړي.

دغې ډلې ټینګار کړی چې د افغانستان د راتلوونکي نظام په اړه به د افغانانو ترمنځ خبرو اترو کې پرېکړه وشي.

دغې ټولنې چې د افغانستان د سولې په هکله یې دیارلس ماده ییزه اعلامیه خپره کړه، له افغانستان سره د خپلو ژمنو پر دوام ټینګار کوي خو د دغو ژمنو دوام مشروط بولي.

په دغې اعلامیه کې راغلي دي چې اروپايي ټولنې د بشري، حقونو، ولسواکۍ او د جمهوري نظام د خوندیتوب په برخو کې د تېرو نولسو کلونو لاسته راوړنو خوندیتوب د سولې په خبرو کې د دایمي اوربند او د افغانانو ترمنځ د خبرو بې له ځنډه پيلېدل له افغانستانه د خپلو سیاسي او مالي ملاتړ شرطونه بللي دي.

دغې ټولنې ټینګار کړی چې نه اسلامي امارت په رسمیت پیژني او نه یې هم له راستنېدو ملاتړ کوي.

د اروپايي ټولنې د اعلامیې یوه برخه: 

۱- اروپايي ټولنه د سیاسي، قومي او مذهبي مشرانو په ګډون افغان حکومت په تېره بیا طالبانو غواړي د تلپاتې سولې د ټینګښت لپاره له رامنځته شوي فرصته ګټه پورته کړي.

۲- د سولې په خبرو کې سیاسي بهیر باید د نظام واکمني، خپلواکي، ځمکنۍ بشپړتیا، د اساسي قانون نظم او د افغانستان ملي وحدت پياوړی کړي.

۳- اروپايي ټولنه نه اسلامي امارت په رسمیت پېژني او نه یې هم له راستېدون ملاتړ کوي.

۴- اروپايي ټولنه د عبدالله عبدالله او ولسمشر غني ترمنځ له سیاسي موافقې هرکلی کوي او دا د سولې په بهیر کې د پرمختګ او نظام د پياوړتیا په لار کې یو مهم ګام بولي.

۵- جامع اوربند د افغانانو ترمنځ خبرو لپاره لار پرانیزي.
 
د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوول جوزیپ بوریل په دې اړه څرګندوي: «له افغانستانه زموږ راتلوونکي سیاسي او مالي ملاتړ، د سولې یوه معنی لرونکي بهیر او تېرو کلونو لاسته راوړنو په ځانګړې توګه د ماشانو او ښځو حقونو خوندیتوب لپاره د جګړې د ښکېلو لوریو پياوړې ژمنې پورې تړاو لري.»

خو لیدل کېږي چې د اروپايي ټولنې غوښتنې د کابل لخوا جدي نه دي ګڼل شوې، لکه څنګه چې له دې مخکې اروپايي ټولنې په ۲۰۱۶زیږدیز کال کې د احمد ایشچي جنسي ځورونې دوسیې پر څېړلو هم ټینګار کړی و خو دا غوښتنه تراوسه هم د حکومت لخوا جدي نه ده ګڼل شوې.

له بلخوا د ملي مصالحې د عالي شورا رییس د افغان حکومت له مرکچي پلاوي سره په کتنه کې ویلي تمه کېږي چې دوې اوونۍ وروسته له طالبانو سره مستقیمې خبرې پيل شي.

اروپايي ټولنه د افغانانو ترمنځ د خبرو د پیلیدو په موخه د دواړو لوریو د بندیانو د خوشي کولو په اړه هیله مندي څرګندوي.

د سولې په خبرو کې د تېرو نولسو کلونو د لاسته راوړنو د خوندیتوب په تېره بیا د بشري حقونو په برخه کې د اروپايي ټولنې له غوښتنې سره په یو وخت د خلکو په تېره بیا میرمنو لخوا هم دې ته ورته غوښتنې کېږي.  

د کابل اوسېدونکې فیروزه قادري په دې اړه څرګندوي:«موږ د بشر حقونو او د ښځو د حقونو په برخه کې د لاسته راوړنو د خوندیتوب غوښتونکي یوو او دا موضوع د سولې په خبروا ترو کې باید جدي په پام کې ونیول شي.»

د کابل بله اوسېدونکې نازنین بارکزۍ هم زیاتوي:«په مذاکراتو کې باید د ښځو ازادۍ له منځه ولاړې نه شي؛ لکه دا چې په یوځل کور ویجاړ کړي، موږ د دغو ازادیو د خوندیتوب او د حق غوښتونکي یوو.»

له دې سره سره یوه امریکایي سیاستوال ویلي تمه نه کېږي چې د طالبانو لخوا له اوربنده مخکې په شان جګړې او تاوتریخوالي زیات شي، دغه امریکایي سیاستوال په دې باور دی چې طالبان د سولې له هوکړې وروسته د افغانستان د ملي اردو په چوکاټ کې د یو ځاي کېدو غوښتونکي دي.  

طالب ډلې ټینګار کړی چې د افغانستان د راتلوونکي نظام په اړه به د افغانانو ترمنځ خبرو اترو کې پرېکړه وشي.

شریک یي کړئ