Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

حکومت به نن ۱۰۰ نور طالب بندیان هم خوشې کړي

د ملي امنیت شورا نن(پنج شنبې د وري په ۲۱مه نېټه)  د ۱۰۰ نورو طالب بندیانو له خوشې کولو خبر ورکوي.

جاوید فیصل وايي"د جمهور رييس غني د لومړۍ ګڼي فرمان سره سم به نن ۱۰۰ تنه نور طالب بنديان د بګرام له زندانه د هغوی سن، روغتیایي وضعیت او د بند مودې ته په پام سره ازاد شي."

د ملي امنیت شورا دفتر چهارشنبې د یوې اعلامیې په خپرولو سره د حکومت له بنده د ۱۰۰ طالب بندیانو په خوشې کولو ټنیګار کړی دی.

دا شورا وايي چې بندیان د ولسمشر د وروستي فرمان له مخې پرېښودل شوي دي.

اعلامیه کې راغلي دي:"د افغانستان اسلامي‌ دولت د جمهور رئیس محمد اشرف غني د ۱۳۹۸ کال د کب د ۲۰مې نېټې د فرمان له مخې ۱۰۰ تنه طالب زندانیان د دوی روغتیایي وضعیت، عمر او د مجازاتو د پاتې مودې ته په کتو، د سولې د هلو ځلو او د کرونا د مهارولو د هڅې د برخې په توګه خوشې شول."

اعلامیې زیاته کړې ده:" دا ۱۰۰ زندانيان په هغه اوږد لیست کې دي چې د طالبانو فني ټیم د افغانستان اسلامي جمهوریت له فني ټیم سره، کابل کې د خبرو اترو په لړ کې شریک کړی و او بحثونه یې پرې کړې وو. دا زندانیان د ملي امنیت عمومي ریاست او لویې څارنوالۍ له لورې بایومتریک شوي او سوګند یې کړی چې هېڅکله به بېرته د جګړې ډګر ته نه ورګرځي. د افغانستان اسلامي جمهوریت عین ډاډ د طالبانو ډلي له رهبرۍ څخه په دوحه کې ترلاسه کړی دی."

د ملي امنیت شورا وايي چې ۱۰۰ طالب بندیان د چهارشنبې په ورځ خوشې شول او سل نور به هم نن خوشې شي

شریک یي کړئ