Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

حکومت تېرو دوو ورځو کې د ۳۱۷ طالب بندیانو له ازادولو خبر ورکوي

د ملي امنیت شورا دفتر تېرو دوو ورځو کې د حکومت لخوا د ۳۱۷ نورو طالب بندیانو له ازادولو خبر ورکوي.

یاد دفتر پر ټویټر پانې نن(یکشنبې د زمري په ۱۲مه نېټه) لیکلي دي چې دغه بندیان په پروان او نورو ولایتوو کې ازاد شوې.

د یاد دفتر د مالوماتو له مخې د تازه ازادو شویو بندیانو سره د ټولو هغه شمېر۴۹۱۷ ته ورسید.

د ملي امنیت شورا دفتر وايي د طالب بندیانو ازادول به تر هغې دوام وکړي چې دغه شمېر ۵۱۰۰ ته ورسید.

دا په داسې حال کې ده چې حکومت د کابو څلور سوه طالب بندیانو ازادولو پر سر اختلافونه لري او وايي چې د دغو شمېر کسانو پرځای چې طالبانو یې نومونه ورکړي او درانه جرمونه لري، حکومت به یې پر ځای ۵۰۰ نور طالب بندیان ازاد کړي.

ولسمشر غني د اختر په مناسبت په خپله وینا کې د طالبانو له خوا د اروبند د اعلان په بدل کې د نېک اقدام په توګه د طالبانو ۵۰۰ نورو بندیانو د ازادو په اړه خبر ورکړ او وې ویل چې د هغوی د ازادولو بهیر به د اختر په څلورمه بشپړ شي.

د ښاغلي غني په وینا د دغو ازاد شویو کسانو سره، د طالبانو د ازاد شویو کسانو شمېر به پنځه زره او ۱۰۰ تنو ته ورسېږي.

ولسمشر په خپله وینا کې اعلان وکړ چې تراوسه حکومت څلور زره او ۶۰۰ تنه طالب بندیان ازاد کړي خو هغه د اساسي قانون او د جزا قانون پر بنسټ د ۴۰۰ نورو بندیانو د ازادولو واک نه لري.

هغه وايي چې د ۴۰۰ بندیانو د ازادو د څرنګوالي په اړه به خلک په لویه جرګه کې چې ډېر ژر به جوړه شي پرېکړه وکړي.

د ملي امنیت شورا دفتر د مالوماتو له مخې د تازه ازادو شویو بندیانو سره د ټولو هغه شمېر۴۹۱۷ ته ورسید.

شریک یي کړئ