Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

"حکومت دولتي ځمکې پر سفارتونو او خصوصي شرکتونو پلورلې دي"

د مشرانو جرګې د شکایتونو کمېسیون پر حکومت تور لګولی چې دولتي ځمکې یې په سفارتونو او خصوصي شرکتونو پلورلې دي.

یو شمېر سناتوران همدا راز ادعا کوي چې د سیلو تصدۍ، د افغان فلم ریاست او ملي ټلویزیون د ځمکو ځینې برخې یې له ملي شورا سره له مشورې پرته په خصوصي شرکتونو او د بهرنیو هېوادونو په سفارتونو خرڅې کړې دي.

د کابل ښار په پنځمه امنیتي حوزه کې د سیلو تصدۍ د کابو شپيته جریبه ځمکې او د برټانیې سفارت، اروپايي ټولنې او د آسیا پراختیايي بانک ته د ملي ټلوېزیون او افغان فلم د جایدادونو د سپارلو په اړه د مشرانو جرګې د شکایتونو کمېسیون ته یو شمېر شکایتونه او سندونه رسېدلي دي.

د دغه کمېسیون غړي وايي دغه دولتي جایدادونه په خپلسر او د ملي شورا له غړو سره له مشورې پرته د حکومت لخوا بانکوالو او بهرنیو ادارو ته ورکړل شوي دي.

د مشرانو جرګې د شکایتونو د کمېسیون مرستیال ګل احمد اعظمي په دې اړه وویل:«شپږ شپېته جریبه ځمکه له موافقې پرته د سیلو خپلې ادارې د کاردان خصوصي پوهنتون ته ورکړې، موږ نه وایو چې لوړې زده کړې دې د کاردان خصوصي پوهنتون کې وده ونه کړي، په لسګونه نور خصوصي پوهنتونونه شته یو مشخص ورته تثبیت کړي هلته یې ځای پرځای کړي.»

دغه قانون جوړونکي وايي حکومت نه‎شي کولای د ملي شورا له تفاهم پرته دولتي جایدادونه بهرنیو ادارو او پانګوالو ته په اجاره ورکړي.

د ولسي جرګې غړی ابدال الله محمدي څرګنده کړه:«له دې پرته چې د ملي شورا نظر واخلي، دا کار د قانون په خلاف دی او موږ دا غندو حکومت باید د خپلو واکونو په مطابق کار وکړي.»

له دې مخکې د ماليې وزارت سرپرست ویلي دغه دولتي ځمکې د ښار جوړولو او اراضۍ وزارت لخوا په اجاره ورکړل شوې دي.

خو په دې وزارت کې مسوولین وايي په کابل کې د افغان فلم، ملي ټلویزیون او سیلو د تصدۍ ځمکې د ولسمشر په فرمان د اوږدې مودې لپاره په اجاره ورکړل شوې دي.

د دولتي ملکیتونو د خصوصي کولو عمومي رییس وحید الرحمان رحماني وايي:«حکومت ژمن دی په ځانګړې توګه د ښارجوړونې او اراضۍ وزارت هغو ادارو ته چې له دې اړخه یې دفترونه زیانمن کېږي بلې سیمې ته دې ولاړ شي.»

د دولتي ملکیتونو د خصوصي کولو د عمومي رییس په وینا د سیلو تصدۍ په ځمکو کې چې کاردان خصوصي پوهنتون ته په اجاره ورکول کېږي د دغه پوهنتون تحصیلي کمپلکس جوړېږي او د آسیا پراختیايي بانک، اروپايي ټولنه او د برتانیې سفارت د افغان فلم او ملي ټلویزیون د دغې اجارې په موده کې درې اعشاریه ۴۵ مېلیارد افغانی د حکومت عوایدو ته ورزیاتوي.

شریک یي کړئ