Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

حکومت له بې وزلو سره د مرستې لپاره «ملي دسترخوان» پروګرام پيل کړ

حکومت د کورونا ویروس له امله له بې وزلۍ او تنګ لاسۍ سره د مبازې د پروګرامونو په لړ کې، نن (شنبې د چنګاښ په ۲۸مه) د «ملي دسترخوان» په نوم بل پروګرام پیل کړ.

ولسمشر غني د دغه پروګرام په پرانیستغونډه کې وویل چې ټاکل شوې دغه پروګرام په دوه پړاونو کې اجرا شي. د هغه په وینا لومړی پړاو کې ۸۶ مېلیونه ډالر په پام کې نیول شوي دي او په دویم پړاو کې هم ۱۵۸ مېلیونه ډالر په پام کې نیول شوي دي.

په لومړي پړاو کې د هېواد په ګوټ ګوټ کې ۱۲۳ ولسوالیو ته د ۱،۶۷ مېلیون ډالرو په ارزښت، د اړو، ورجو، غوړو، لوبیا او لاس مینځلو صابون مرستې وېشل کېږي او په دویم پړاو کې په ټول افغانستان کې د پاتې ۲۳۵ ولسوالیو پر ۲،۵ مېلیونه کورنیو دغه مرستې ووېشل شي.

ولسمشر وایي چې ۹۰ سلنه خلک په بې وزلۍ کې ژوند کوي او د دغو مرستو پیسې به له ملي بودیجې او نړیوالو مرستو ورکړل شي.
 
ولسمشر اشرف غني په دې اړه وویل:«نن هغه ورځ ده چې د دغه پروګرام له افتتاح سره د ټولنیز تړون په برخه کې بل ګام پورته شو. په راتلوونکو کلونو کې زموږ وروستۍ موخه دا ده چې پیسې په مستقیمه توګه کورنیو ته چې پته، پېژاند او موقعیت یې واضیح وي، ورسېږي.»

دا په داسې حال کې ده چې د وچې ډوډۍ د وېش پروګرام له نیوکو سره مخ و او په دې بهير کې د فساد د تورونو رپوټونه ورکړل شوي دي. خو ولسمشر د وچې ډوډۍ په وېش کې د کابل ښاروال کار ستایي.

د شمېرو له مخې کله چې حامدکرزي ولسمشر غني ته حکومت وسپاره، د هېواد ۳۸ سلنه وګړو د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کاوه. دا شمېر درې کاله وړاندې ۵۵ سلنې ته ورسېد او اوس ولسشر وایي چې نوي سلنه خلک د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.

ملي دسترخوان د هغه پروګرام نوم دی چې د حکومت له لوري په هېواد کې له بې وزلۍ او کورونا ویروس سره د مبارزې لپاره پیل شوی دی.

شریک یي کړئ