Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

خالد: د امنیتي ځواکونو دفاعي حالت د اوونۍ تر پایله دوام کوي

د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد وايي چې د افغانستان د دولتي ځواکونو دفاعي حالت چې د «اورکم» د پېر له لومړنۍ ورځې پیل شوی و، تراوسه دوام لري او دغه ځواکونه د سولې هوکړې ته د درناوي او د ولسمشر غني فرمان ته د درناوي په پار د دغې اوونۍ تر پایله به دوام وکړي.

هغه پر طالبانو نیوکه کوي چې هغوی خپله دغه ژمنه ماته کړې او په بریدونو یې لاس پورې کړ؛ د ښاغلي خالد په وینا امنیتي ځواکونه او ولسي وګړي په دغو بریدونو کې هم قرباني شوي دي.

د ملي دفاع وزارت سرپرست په یوه ویډیويي پیغام کې چې د کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت سرپرستان یې هم تر څنګ ولاړ دي، طالبان د تاوتریخوالي په دوام کې پر سرسختۍ تورن وي او ګواښ کوي که چېرې دغه تاوتریخوالی دوام پیدا کړي، امنیتي ځواکونه به له دفاعي حالته ووځي:«همدا شېبه چې موږ خبرې کوو د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د دښمن له خوا بریدونه دوام لري. تراوسه امنیتي ځواکونه، هوکړه لیک او د ولسمشر فرمان ته بشپړ درناوی لري... په دفاعي حالت دي... موږ د دغې اوونۍ تر پایه به دفاعي حالت ته دوام ورکړو او له هغې پرته دښمن چې هر ځای او په هر پټن ځای کې وي موږ به هغوی تعقیب کړو او دا حالت له اوسنۍ بڼې سره د افغان امنیتي ځواکونو لپاره د منلو او تایید وړ به نه وي.»

نوموړی زیاتويی تمه کېده چې د امریکا او طالبانو تر منځ له هوکړې وروسته په هېواد کې د تاوتریخوالي کچه راټيټه شي؛ خو داسې لیدل کېږي چې دغه ډله پر خپلو ژمنو ولاړه نه ده.

ښاغلی خالد څرګندوي:«پرېکړه دا وه چې د اورکم له پیر وروسته چې په یوه اوربند بدل شي، خو له بده مرغه چې د تاوتریخوالي د کمښت له اوونۍ وروسته نه یوازې سراسري اوربند ته ونه رسېدو بلکې دښمن له سرسختۍ سره خپلو بریدونو ته د هېواد په بېلابېلو برخو کې زیاتوالی ورکړی چې له بده مرغه پوځي او مُلکي مرګ ژوبله یې لرلې ده.»
 
له هغې وروسته کله چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک د کب میاشتې په لسمه لاسلیک شو، د اورکم یوه اووه ورځنۍ دوره (د کب له ۳ تر ۹ مې) عملي شو.

په دغه پېر کې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو دفاعي حالت غوره کړ او طالبانو هم ویلي وو چې پر لویو لارو، پوځي مرکزونو او نورو برخو به برید ونه کړي.

د اورکم په پېر کې، هلمند، کابل، کندهار، ارزګان، بلخ، کاپیسا، سمنګان، زابل، فراه، غزنيو لوګر او لغمان ولایتونه د امنیتي پښو شاهد وو. د حکومت د شمېرو پر بنسټ، په دغو امنیتي پېښو کې ۲۱ پوځيان او پنځه ولسي وګړي وژل شوي دي.

دغه ټول په داسې حال کې دي چې ټاکل شوې ده دوه ورځې وروسته (سې شنبې د کب په ۲۰مه) د افغانانو ترمنځ  - افغان حکومت - سیاستوالو او طالبانو ترمنځ خبرې پیل شي.

طالبان او افغان حکومت دواړو ویلي دي چې تر سې شنبې پورې مرکچي پلاوي چمتو شي. 

د ملي دفاع وزارت سرپرست ګواښ کوي که چېرې دغه تاوتریخوالی دوام پیدا کړي، امنیتي ځواکونه به له دفاعي حالته ووځي.

شریک یي کړئ