Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

خالد: طالبان له بریدونو سره سوله کې د امتیاز اخیستو په لټه کې دي

د ملي دفاع وزارت نوماند اسدالله خالد وايي چې طالبان د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو د پیل په درشل کې، د هېواد په ځينو برخو کې د بریدونو له زیاتوالي سره، د سولې بهیر کې د امتیاز اخیستو په لټه کې دي.

ښاغلی خالد چې نن یکشنبې (د وږي په ۱۶مه) لغمان ولایت ته په خپل سفر کې وایي چې طالبانو په بې ساري تاوتریخوالي سره د سولې په بهیر کې د امتیاز اخیستو هڅې کوي.
             
د ملي دفاع نوماند وزیر اسدالله خالد په دې اړه څرګنده کړه:«له بده مرغه چې په جګړه کې کم کموالی نه دی راغلی او زیاته شوې هم ده او هغه فشارونه چې تاسې په دې څو وروستیو ورځو کې وینئ ښايي د دغه پروګرام یوه برخه وي چې دښمن غواړي په مذاکره کې امتیاز واخلي.»

سرچینې وايي چې ټاکل شوې ده د افغانانو ترمنځ مذاکرات تر راتلوونکو څو ورځو په دوحه کې پیل شي؛ خو دغه کره وخت تراوسه اعلان شوی نه دی.

بل خوا د لغمان ځايي چارواکي وایي چې د دغه ولایت په ځینو برخو کې د طالبانو بریدونه زیات شوي دي او اړتیا ده چې د سقوط د ګواښ د مخنیوي لپاره جدي تدابیر ونیول شي.
      
د لغمان والي رحمت الله یارمل وویل:«په دې وروستیو کې د لغمان امنیتي وضعیت په ځانګړې توګه د دوه ولسوالۍ د علشینګ او علینګار د منلو وړ نه دی او اندېښنه دا ده چې خدای مه کړه ولسوالۍ وپرځېږي او ستونزې زیاتې شي.»

د لغمان د ولایتي شورا رییس عتیق الله عبدالرحیم زی هم څرګندوي:«په لغمان ولایت کې د مخالفینو فشار زیات دی او موږ له اتو ولایتونو سره سرحد لرو. که چېرې لغمان امن وي اته ولایتونه هم امن دي او که چېرې په دغه ولایت کې ستونزې زیاتې شي په اتو ولایتونو کې به هم امنیتي ستونزې زیاتې شي.»

خو پوځ ډاډ ورکوي چې د طالبانو د وروستیو  جګړو په پایله کې به د هېواد هېڅ برخه سقوط ونه کړي.
            
د ملي دفاع نوماند وزیر اسدالله خالد څرګنده کړه:«ډاډ درکوم چې د افغانستان هېڅ برخه به سقوط ونه کړي او دا د تکبر لافې نه دي او دا د الله په حقانیت او ستاسو په ملاتړ دی او پر سرتېرو باور لرم.» 

شریک یي کړئ