Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

خالد په هرات کې: د طالبانو ټولو بریدونو ته ځواب ورکوو

د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد طالبانو ته ګواښ کوي که چېرې د افغانستان په ځینو برخو کې له خپلو بریدونو لاس وانه خلي، امنیتي ځواکونه به هغوی ته ځواب ورکړي.

ښاغلی خالد چې نن په افغانستان کې د پرېکنده ملاتړ له قومندان جنرال سکاټ مېلر سره د لوېديځو لایتونو د امنیتي وضعیت د څېړلو لپاره هرات ته تللي وو، وویل چې امنیتي ځواکونه په بشپړه توګه چمتو دي چې د طالبانو د بریدونو دفاع وکړي.

هغه زیاته کړه:«د افغانستان په هره څنډه کې که چېرې دښمن د دې اراده وکړي چې امنیت په خطر کې واچوي امنیتي ځواکونو په موقع ځواب ورکړی او وربه یې کړي.»

دا په داسې حال کې دی چې د امنیتي ځواکونو د بریدونو د بیا پيل لپاره د ولسمشر غني له حکم وروسته، په هېواد کې جګړې زور اخیستی دی.

د امنیتي بنسټونو د شمېرو پر بنسټ دم ګړۍ د هېواد په څه باندې ۱۵ ولایتونو کې جګړه روانه ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین په دې اړه وویل:«له هغې ورځې چې حالت یرغلي شوی، موږ په بېلابېلو ولایتونو کې پرله پسې بریدونه لرلي دي.»

خو د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې له زیاتوالي سره وايي چې په یوې وروستۍ میاشت کې کابو زر ولسي وګړي د دولتي او طالبانو په جګړه کې وژل شوي.
 
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مرستیال نعیم نظري په دې اړه وویل:«۲۸۶ تنه وژل شوي او ۳۶ ښځې او ۲۹ ماشومان په کې شاملېږي. په همدې ډول ۵۹۵ تنه نور ټپيان شوي دي.»

د ولسي جرګې ځینې غړي په هېواد کې سولې ته د رسېدو لپاره د تاوتریخوالي دوام کارنه نه ګڼي او وايي چې د امریکا په ګډون نړیوال هېوادونه باید طالبان د تاوتریخوالي کموالي ته اړ کړي.

د ولسي جرګې غړی احمد ضیا یفتلي په دې اړه وايي:«خلک له سر، ځان او مال سره حاضر دي چې سوله راشي خو په کومه لار او څه ډول؟ دا یو ستر جنجال دی. په هېڅ صورت په جګړه کې سوله نه کېږي.»

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازیي زلمي خلیلزاد هم دوحه او کابل کې د خپلو وروستیو سفرونو کې له طالبانو او افغان حکومته غوښتي دي چې خپل عملیات کم کړي؛ خو تراوسه د جګړې په ډګر کې کوم بدلون نه دی راغلی. 

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې له زیاتوالي سره وايي چې په یوې وروستۍ میاشت کې کابو زر ولسي وګړي د دولتي او طالبانو په جګړه کې وژل شوي.

شریک یي کړئ