Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

خبریالان: ستره محکمه رسنیو ته اطلاعات نه ورکوي

ځينې خبریالان پر سترې محکمې نیوکه کوي او وايي چې دغه بنسټ د خپلو کارونو په اړه رسنیو ته معلومات نه ورکوي.

دغه خبریالان وايي په خپلو رپوټونو کې د سترې محکمې لیدلوري ته ځای ورکولو لپاره په ورځو او اونیو په تمه پاتېږي؛ خو له سترې محکمې څخه هېڅوک د ځواب ویلو لپاره نه حاضرېږي. 

په تېر یوه کال کې، له لویې څارنوالۍ ځينې دوسیې چې سترې محکمې ته لېږل شوي او یا هم نور مسایل چې رسنیو د هغوی په تعقیبولو کې د سترې محکمې نظر ته اړتیا لرله، خو د خبریالانو په وینا په دې اړه د سترې محکمې د مالوماتو د نه ورکولو له امله د دوی کارونه نیمګړي پاتې دي. 

د فوټبال له ښځینه لوبغاړو سره د ناوړه چلند په تور د فوټبال فډراسیون د مخکني ریس کرام الدین کریم، د تمیم شنسب قضیه چې تېر کال یې د کابل په نوي ښار سیمه کې له امنیتي ځواکونو سره نښته وکړه او د وژنې په ګډون په څو جرمونو تورن دی او له افغانستان بانک څخه د یوه غیر رسمي سند له مخې مالیې وزارت ته د پیسو د لېږد دوسیې له دغو موضوع ګانو څخه دي.

خبریال رضا شهیر په دې اړه وویل:«له سترې محکمې د معلوماتو په اخیستو کې له ستونزو سره مخ یوو او په ځلونو د دغه بنسټ له ویاند ښاغلي ایمان سره مو اړیکه نیولې، حتا د څلورو ورځو په تمه پاتې کېدو سره موږ نه یوو توانېدلي چې اطلاعات ترلاسه کړو.»

بل خبریال میرویس سلام زوی هم وايي:«هغه څيزونه چې خبریالان یې غواړي، ډېری وخت هغوی نه حاضرېږي چې معلومات ورکړي او په دغې برخه کې خبریالان له ډېرو ستونزو سره مخ دي.»

ورته مهال هغه رسمي لیک چې د روان کال د چنګاښ په څلورمه د سترې محکمې لخوا معلوماتو ته د لاسرسي د حق کمېسیون ته لېږل شوی، په دې لیک کې، د سترې محکمې عالي شورا په پلازمېنې او ولایتونو کې د محکمو د کارونو په اړه د معلوماتو په ورکولو ټینګار کړی دی.

معلوماتو ته د لاسرسي د حق د کمېسیون رییس عین الدین بهادري څرګنده کړه:«د هغې مصوبې د یوې برخې پر بنسټ، چې سترې محکمې شورا هغه تصویب کړې نه یوازې چې په خپله ستره محکمه دې اطلاعات خپاره کړي او د خلکو په واک کې ورکړي، د افغانستان ټولو محاکمو ته صادر کړ چې باید له خلکو سره معلومات شریک کړي له خلکو سره لیدنې ولري او معلوماتو ته د لاسرسۍ د تامین په برخه کې، جدي همکاري وکړي.»

د سترې محکمې ویاند، د مطرح شویو پوښتنو په ځواب کې موږ ته وویل هغه په یوه رسمي ناسته کې دی او وروسته به اړیکه ونیسي. نور خبریالان هم وايي چې په ځلونو یې د سترې مخکې د رسنیو له څانګې همدا ډول ځواب اخیستی دی.

معلوماتو ته د لاسرسۍ د حق کمېسیون رسنیو او خلکو ته د اطلاع ورکولو په برخه کې د سترې محکمې پر مکلفیت ټينګار کوي.

شریک یي کړئ