Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

خلیلزاد: امریکا او ناټو به په ګډه افغانستان برېږدي

د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي د ناټو له عمومي منشي، ینس سټولټنبرګ سره په خبرو کې ویلي چې امریکا او ناټو به له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتو په تړاو په ګډه پرېکړه کوي.

د  امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد  د ناټو له سرمنشي سره ژمنه کړې ده چې امریکا متحده ایالتونه او ناټو به له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په تړاو  په ګډه پرېکړه وکړي.

 ښاغلي خلیل زاد  د خپل ټويټر پر پاڼه لیکلي دي:«‎موږ افغانستان ته په ګډه ولاړو؛ خپل حضور به سره په ګډه تنظیم کړو او که مو هغه ځای پرېښود؛ په ګډه به یې پرېږدو.»

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند، ډیويډبټلر وايي:«‎ایتلاف او افغان ځواکونه د افغانستان له خلکو ملاتړ کوي ؛ هغوی په دې ځانګړې ورځ کولای شي له خپلو کورنیو سره و اوسي، خو هغوی د دې کار پر ځای د افغانستان خلکو ته خدمت کوي ؛ موږ د سولې لپاره د افغانستان د خلکو غوښتنې منلي دي او موږ له دغو غوښتنو ملاتړ کوو.»
 
خو افغان حکومت له طالبانو سره د سولې د خبرو د زمینې د برابرولو او دغه راز د حکومت له استازو سره خبرو ته د هغوی د حاضرولو په هڅه کې دی.

 لکه څنګه چې محمد عمرداوودزي په خپل اختریز پيغام کې له طالبانو غوښتي دي چې له طالبانو سره خبرو ته کیښني.

د سیاسي چارو کارپوه، فیض محمد ځلاند وايي:«طالبان ښایې له خلیلزاد سره په اووم پړاو خبرو کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتو او همداراز طالبان به له راتګه وروسته نړۍ او امریکا ته ګواښ نه وي، خو که دا هوکړه ونشي، نو له افغان حکومت سره به بین الافغاني خبرې ونشي.»

په دوحه کې د طالبانو له استازو سره د خلیل زاد په شپږم پړاو خبرو کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو د مهالويش د ټاکلو د څرنګوالي په تړاو بحث شوی دی ؛خو په کابل کې په دې تړاو اندېښنې لا هم پر خپل ځای دي.

 ټاکل شوې ده د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحده ایالتونو ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد د خپل سفر په نوي پړاو  په دوحه کې د طالبانو له استازو سره وګوري.
 
د افغان سولې لپاره امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد د ناټو له سرمنشي سره ژمنه کړې ده چې امریکا متحده ایالتونه او ناټو به له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په تړاو  په ګډه پرېکړه وکړي

شریک یي کړئ