Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

خلیلزاد د سولې خبرو ته د زمینې برابرولو په موخه دوحې ته ولاړ

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد د سولې خبرو ته د زمینې برابرولو په موخه دوحې ته تللی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خبرو ټاکل شوې خلیلزاد دوحه کې له طالبانو سره له خبرو وروسته کابل ته راشي او له افغان حکومت چارواکو سره وګوري.

خلیلزاد په داسې حال کې دوحې ته سفر کوي چې افغان حکومت او طالبانو د یو بر پر وړاندې بریدونو ته زور ورکړی.

افغان حکومت وايي چې طالبان د سولې لپاره اراده نلري او له امریکا سره د سولې هوکړې ته ژمن نه دي.

په همدې حال کې تېره ورځ د هېواد د ملي امنیت ریاست سرپرست کابل کې د خبري ناستې پرمهال وویل چې طالبانو له امریکا سره د سولې تر هوکړې وروسته خپلې اړیکې له ترهګرو ډلو سره پراخې کړې دي.

همداراز افغان حکومت کابل او ننګرهار کې د وروستیو مرګونو برید لامل بولي چې په ترڅ کې یې ډېر شمېر ملکي کسانو ته مرګ ژوبله واوښته، خو خلیلزاد بیا ویلی چې دغه بریدونه د داعش ډلې کړې دي.

خلیلزاد په داسې حال کې دوحې ته سفر کوي چې افغان حکومت او طالبانو د یو بر پر وړاندې بریدونو ته زور ورکړی

شریک یي کړئ