Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

خلیلزاد: د سولې خبرې مهم پړاو ته نیږدې شوې دي

د افغان سولې بهیر لپاره د امریکا ځانکړی استازی، زلمی خلیلزاد وايي، د افغانستان سولې مسله مهم پړاو ته په نېږدې کېدو ده.

نوموړي له ولسمشر غني او اجراییه رییس، عبدالله عبدالله سره له لیدنې وروسته دا خبره تېر ماښام(چهارشنبې د لیندۍ په ۲۷مه نېټه) په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي دي.

خلیلزاد په کابل کې د حکومت له مشرانو، سیاستوالو او د ښځو د حقونو فعالانو سره هم لیدلي او پر دې مسلې یې ټینګار کړی.

خلیلزاد لیکلي، تېرې دوه ورځې چې کابل کې و، ګټورې لیدنې یې لرلې.

بل لور ځینې سرچینې وایي، ښایي راتلونکو څو ورځو کې د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شي.

خلیلزاد پاکستان او دوحې ته له سفره وروسته کابل ته راغی.

په همدې حال کې د امریکا ولسي جرګې استازی، مایکل والتز له اشنا ټلویزیون سره په خبرو کې ویلي چې د افغان سولې خبرو اترو پرمختګ لپاره اوربند او د طالبانو لخوا د تاوتریخوالیو کمولو لازمي امر دی.

هغه زیاته کړې ده:«موږ باید اوربند ووینو. موږ باید اوربند او یا د تاوتریخوالیو د کمښت یا هم د دواړو شاهد ووسو. فکر کوم بله مسله دا ده چې طالبان نشي کولی، خپل ټول قومندانان او وسله والو کنټرول کړي. ان که دوی اوربند او تاوتریخوالیو کمښت ته ژمن شي، نور به یې دا سپارښتنې ونه مني.»

دا په داسې حال کې ده چې کابو دوې اوونۍ مخکې پر بګرام اډې له بریده وروسته، په دوحې کې د امریکايي او طالبانو مرکچي پلاوو په خبرو کې لنډ ځنډ رامنځته شو.

د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد تېره میاشت پاکستان ته دوه ورځنی سفر درلود.

هغه مهال پاکستان کې د امریکا سفارت د اعلامیې په خپرولو سره ویلي وو چې خلیلزاد د خپل سفر په ترڅ کې د افغان سولې په تړاو له پاکستاني چارواکو سره خبرې اترې کړې دي.

خلیلزاد مخکې له دې سفره له کابله هم لیدنه کړې وه.

وروسته له هغې ښاغلی خلیلزاد دوحې ته په سفر ولاړ او له طالب استازو سره یې خبرې پیل کړې.

له طالبانو سره د امریکا خبرې کابو دوه میاشتې مخکې د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ لخوا ودرول شوې.

ټرمپ د دغو خبرو د درولو لامل د کابل په شش درک سیمه کې د طالبانو برید وباله چې په پایله کې یې د یوه امریکايي سرتېري په ګډون ۱۲ کسانو ژوند له لاسه ورکړ.

خلیلزاد په کابل کې د حکومت له مشرانو، سیاستوالو او د ښځو د حقونو فعالانو سره هم لیدلي

شریک یي کړئ