د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د افغان سولې بهیر په تړاو د یاد هېواد د ځانګړي استازې د سفرونو له تازه دوره خبر ورکړی.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې خلیلزاد د خپلو سفرونو لړۍ قطر، هند او پاکستانه پيل کړې ده.
په همدې حال کې قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند، سهیل شاهین پر ټویټرپاڼې لیکلي دي چې ښاغلي خلیزاد د یادې ډلې له سیاسي مرستیال، ملابرادر سره لیدلي دي.
نوموړي ویلي دي چې دواړو خواوو د سولې بهیر او بندیانو خوشې کولو پر چټکوالي او د سولې هوکړې بشپړه عملي کولو باندې خبرې کړې دي.
خبرپاڼې زیاته کړې ده چې خلیلزاد به قطر کې د طالبانو له استازو سره د سولې په تړاو خبرې وکړي او وروسته له هغې به هند او پاکستان ته ولاړ شي.
د خبرپاڼې له مخې د افغان سولې بهیر لپاره د امریکا استازی به هند کې هم له هندې چارواکو سره افغانستان کې د دغه هېواد د ونډې پړاو او اسلام اباد کې هم له پاکستاني چارواکو سره د سولې په تړاو خبرې وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې امریکايي چارواکو په دې وروستیو کې ټیګار کړی چې باید د سولې بهیر او د بندیانو خوشې کولو بهیر چټک کړی شي.
د سې شنبې په ورځ(دغويي په ۱۶مه نېټه) د امریکا د دفاع وزیر، مارک اسپر ویلي وو چې افغان حکومت او طالبان باید سره جوړ شي او دا اړتیا ده.
د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر، مارک اسپر زیاته کړې وه چې افغان حکومت او طالبان د سولې هغې هوکړې له مخې چې سږ کال راسلیک شوې ده، پر خپلو ژمنو، ژمن نه دي پاتې شوي.
نوموړي خبریالانو ته د خبرو پرمهال ویلي وو چې امریکا او طالبانو وروسته له یوه کال خبرو دوحه کې د سولې هوکړه سره لاسلیک کړه.
د هوکړې له مخې تاوتریخوالی باید کم شوی وی، خو لیدل کېږي چې د هرې ورځې په تېرېدو سره د هېواد په ټولو برخو کې تاوتریخوالۍ زیاتیږي.