Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

خلیلزاد د عدلي مرکز پر کارکوونکو برید د سولې "دښمنانو" کار بولي

د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد د عدلي مرکز او د بګرام توقیف خونې کارکوونکو باندې برید د سولې "دښمنانو" کار بللی دی.

تېره ورځ د عدلي مرکز او د بګرام توقیف خونې کارکوونکي د کابل ده سبز ولسوالۍ سیمه کې برید وشو او پنځه تنه ووژل شول.

تر اوسه د پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.

خلیلزاد ویلي پر څارنوالانو او د بندیانو ازادولو کې د ښکېلو غړو وژل کېدل باید په جدي توګه وڅېړل شي او عاملانو ته یې سزا ورکړل شي.

هغه همداراز دا بریدونه د کورنیو او بهرنیو کړیو کار بللی دی چې د سولې بهیر سبوتاژ لپاره یې ترسره کوي او له حکومت او طالبانو یې غوښتنه کړې، څو د دایمي اوربند او د افغانانو ترمنځ د خبرو پیل لپاره هڅې وکړي.

ولسمشر غني هم د خبرپاڼې په خپرولو سره دا برید غندلی او زیاته کړې یې ده:«پر ملکي کسانو او دولتي کارکوونکو برید بشري ضد جنایت دی او د اسلامي ارزښتونو خلاف، او د تاوتریخوالیو دوام د سولې بهیر زیانمنولو لپاره د دښمنانو هڅې دي.»

ولسمشر غني همداراز له طالبانو غوښتنه کړې ده چې له تاوتریخوالي لاس واخلي او د جګړې پای او دوامدارې سولې لپاره د حکومت غوښتنه ومني.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي د برید په غندلو سره ویلي دي چې باید پېښه په جدي توګه وڅېړل شي

شریک یي کړئ