د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هیله من دی چې د ولسمشرۍ ټاکنو له ترسراوي مخکې افغانستان له طالبانو سره د سولې هوکړه وکړي.
ښاغلي خلیلزاد تېره ورځ (جمعه د سلواغې په ۱۹ مه) په واشنګټن کې د سولې په انسټېټیوټ کې، قطر کې له طالب استازو سره د خپلې مذاکرې په اړه وینا کوله وویل:«د افغانستان لپاره به غوره وي، کهچېرې مو وکړای شو له ټاکنو مخکې چې په جولای میاشت کې پلان شوې دي د سولې یوې هوکړې ته ورسېږو.»
هغه زیاته کړه:«موږ د سولې د یوې هوکړې په لټه کې یوو، نه د بهر کېدو د هوکړه لیک. د سولې یو هوکړهلیک کولای شي چې د بهر کېدو اجازه ورکړي.»
ښاغلي خلیلزاد همدارنګه وویل:«ټاکنې د سولې هوکړهلیک لا پېچلی کوي.»
زلمي خلیلزاد چې په تېرو څلورو میاشتو کې څلور ځله یې له طالب استازو سره مذاکره کړې ده، د یوه هوکړه لیک لیرې لید ته خوشبینه دی او حتا د چارچوټ لاسوند یې هم اعلان کړ، خو ټینګار یې وکړ چې هېڅ څيز هم وروستی شوی نه دی.
ښاغلی خلیلزاد دا هر څه په داسې حال کې بیانوي چې افغان سیاستوالو او طالب استازو په مسکو کې د سولې په اړه سره مذاکره وکړه، چې د ځينو ګډون کوونکو لخوا دا غونډه برخلیک جوړونکې بلل شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ، د چهارشنبې په ورځ (د سلواغې په ۱۷ مه) ویلي چې د هغه اداره، د طالبانو په ګډون له افغان ډلو سره د برخلیک ټاکونکې مذاکرې په حال کې دي او اوس د سولې د هڅې لپاره وخت دی.
هغه چې د امریکا په کانګرس کې خپله دویمه کلنۍ وینا کوله، وویل چې له طالبانو سره به مذاکره دوام پیدا کړي او امریکا به وتوانېږي چې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر کم کړي او د ترهګرۍ پر ضد مبارزې ته تمرکز وکړي.