Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

خلیلي دامریکا لخوا د ایران اټومي هوکړې لغوه کېدل خواشینوونکې بولي

د سولې د عالي شورا رییس د امریکا لخوا د ایران د اټومي هوکړې لغوه کېدل د خواشینۍ وړ کړنه بولي. خو زیاتوي هیله لري چې د امریکا دا پرېکړه د افغانستان د سولې بهیر ته زیان ونه رسوي.

د سولې عالي شورا رییس محمد کریم خلیلي په دې اړه وویل:«موږ خواشیني یوو چې داسې وضعیت رامنځته شو، ځکه په سیمه کې سوله او ټیګاو زموږ په ګټه دی، خو هیله لرو چې دا وضعیت د افغانستان د سولې په تاوان پای ونه مومي.»

خو د بهرنیو چارو وزارت وايي هڅه به وکړي چې د امریکا او ایران ترمنځ سیاسي جنجال د افغانستان له خاورې بهر وي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال صبغت احمدي په دې اړه څرګنده کړه:«دم‎ګړۍ د نړۍ او سیمې هېوادونه افغانستان ته د سیاسي سیالیو د ډګر پر ځای د اقتصادي سیمې د نښلوونکې سیمې په توګه ګوري.»

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ایران د اټومې هوکړې د لغوې لام له ترهګرو ډلو د ایران ملاتړ او منځني ختیځ ته تاوتریخوالي ته لمن وهل بولي.

ټرمپ زیاته کړه:« د ایران رژيم د نړۍ د ترهګرو ملاتړی دی، دا رژيم خطرناک توغندي لېږدوي او په منځني ختیځ کې تاوتریخوالي ته لمن وهي، د حزب الله، حماس، طالبانو او القاعدې په شان ترهګرو ملاتړ کوي، په څو کلونو کې ایران او نیابتي ډلو یې د امریکا په سفارتونو او پوځي تاسیساتو کې بمي چاودنې کړې دي.»

خو د پوځي چارو یو شمېر کارپوهان په دې اند دي چې د امریکا او ایران ترمنځ سیاسي مخالفتونه به په افغانستان کې د ناامنیو د پراختیا او د ګاونډیو هېوادونو د استخباراتي کړیو د لازیاتې لاسوهنې لامل شي.

د پوځي چارو شنوونکی میرزامحمد یارمند په دې اړه وویل:«د دغو شخړو زیاتوالي ثابته کړې چې د سیمې هېوادونه په ځانګړې توګه د افغانستان ګاونډیان دغه هېواد ته ښيي چې د افغانستان د ګاونډیانو لید په ځانګړې توګه د ایران بد دی او دا افغانستان په ګټه نه دی.»

د افغانستان او ایران ترمنځ نېږدې اقتصادي اړیکې او پر ایران د بندیزونو زیاتوالی په دې اړه نورې اندېښنې دي چې مطرحه کېږي.

د لوېدیځو هېوادونو او امریکا د مشرانو ترمنځ له څو میاشتو خبرو وروسته د امریکا ولسمشر د دغه هېواد او ایران ترمنځ اټومي هوکړه لغوه کړه.

شریک یي کړئ