Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

خلیل‌زاد: د سولې هوکړه افغانستان د سولې پر لور بیايي

د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی، زلمي خلیلزاد شنبې د شبې ناوخته(د کب په ۱۰مه نېټه) پر خپلې تویټر پاڼې لیکلي چې له کلونو وروسته امریکا له طالبانو سره د سولې هوکړه لاسلیک کړه چې دغه هوکړه "افغانستان د سولې پر لور بیايي" او امریکا هم خپلو موخو ته رسوي.

هغه زیاتوي، تاریخ به ښکاره کړي چې افغانان څنګه د سولې په برخه کې له رامنځته شوي فرصت نه استفاده وکړي.

خلیلزاد زیاتوي "تېرې تېر وتنې باید تکرار نشي، افغانان باید د یو بل ترڅنګ د یوه متحد، ازاد او ټول شموله هېواد" لپاره کار وکړي.

نوموړی همداراز زیاتوي:«د نړیوالو لپاره هم درسونه شته دي چې نباید افغانستان هېر کړي.»

د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی همداراز بیانوي چې امریکا به په دې برخه کې خپله ونډه ادا کړي"ریښتینې خوشالي به هغه وخت ترسره شي چې ټولو موخو ته ورسېږو."

د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ له ۱۸میاشتو خبرو وروسته د افغان سولې بهیر لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد او د طالبانو د ډلې سیاسي مرستیال، ملابرادر ترمنځ لاسلیک شوه.

د هوکړې د لاسلیک مراسم، په مشهور "شیرینټن" هوټل کې ترسره شول. دغو مراسمو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په ګډون د ۳۰ هېوادونو بهرنیو چارو وزیران او د نړیوالو بنسټونو استازي وربلل شوي دي.

دغه هوکړه د تاوتریخوالي د کمښت له یوه "اووه ورځني پېر" وروسته لاسلیک کېږي. دغه پېر چې د افغانستان په جګړه کې د طالبانو د مدیریت لپاره د توانمنۍ ثابتول یوه ازمایښتي دوره وه، نن شپه پای ته ورسېده.

ټاکل شوې د دولسو ورځو په اوږدو کې د طالبانو او افغانانو ترمنځ د سولې خبرې پیل شي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه یوه مقدمه او درې برخې لري؛ لومړۍ برخه کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتو ته ځانګړې شوې، دوهمه برخه یې هم د امریکا متحده ایالاتو او متحدین پر ضد یې د افغانستان د خاورې نه کارول او دریمه یې هم دا چې هوکړه باید پلې شي.

امریکا اوس مهال افغانستان کې ۱۳ زره سرتېري لري.

د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې ورځ"یوه هیله بخښونکې" ورځ بولي

شریک یي کړئ