د خوست ولایت کې د سرک غاړې ماین چاودنې له کبله د دریوو ماشومانو او دوو ښځو په ګډون ۱۰ملکي کسانو ژوند له لاسه ورکړی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند، نصرت رحیمي وايي پېښه نن(سېشنبې د لیندۍ په ۲۶مه نېټه) د خوست ولایت عليشېرو ولسوالۍ په بوخانې سیمه کې شوې وه.
دی د پېښې څرګنوالي په تړاو وايي چې د ملکي کسانو د سورلۍ موټر د سرک غاړې له ماین سره برابر شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت د پېښې پړه پر طالبانو اچوي او وايي چې دغه ماین د یادې ډلې لخوا ځای پر ځای شوی، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
هېواد کې د سرک غاړې خښو شویو ماینونو زیاتره قربانیان ملکي کسان دي.
د خوست ولایت د نن ورځې پېښې له چاودنې خپاره شوي انځورونه ښیې چې د ملکي کسانو موټر په بشپړه توګه ویجاړ شوی.