Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

خوست کې د واده مراسمو کې چاودنې د څلورو کسانو ژوند واخیست

خوست کې د واده په مراسمو کې د چاودنې له کبله ۴ کسانو ژوند بایللی چې دوه یې افغان پوځیان او ۲ یې ملکي کسان دي.

دفاع وزارت نن(جمعه د وږي په ۲۱مه نېټه) وایي چې پېښه کې د ملي اردو یو سرتېری او ۱۲ ملکي کسان پېښه کې ټپیان شوي دي.

د یاد وزارت خبرپاڼه وايي چې چاودنه د ملي اردو د یوه سرتېري په واده کې شوې ده.

په همدې حال کې د والي ویاند، طالب منګل وايي پېښه تېره شپه کابو یوه بجه د مرکز اړوند کنډیو په ستر کلي کې د موټر سایکل بم چاودنې په واسطه شوې ده.

د پېښې مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی.

دفاع وزارت وایي چې پېښه کې د ملي اردو یو سرتېری او ۱۲ ملکي کسان پېښه کې ټپیان شوي دي.

شریک یي کړئ