د خوست په علي شېرو ولسوالۍ کې د واده پر مراسمو د ناپېژانده کسانو لخوا د لاسي بمونو برید له کبله نېږدې کسان ټپيان شوي دي.
د خوست والي ویاند، طالب خان منګل وايي، پېښه تېره شپه شنبې(د سلواغې په ۵مه نېټه) په وارث کلي کې شوې ده.
نوموړی زیاتوي تر اوسه نه ده څرګنده چې دا بمونه د چا لخوا غورځول شوي دي.
د پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.