Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

خپل منځي اختلافونه، د سولې او اعتدال ډلې په کمپاین کې د ځنډ لامل

ټاکل شوې وه؛ د محمد حنیف اتمر ټاکنیزه ډله د خپلو ټاکنیزو سیالیو لومړۍ غونډه د دوشنبې پر ورځ (د زمري په ۷مه) د لویې جرګې په تالار کې جوړه کړي، خو عطامحمد نور ته نژدې سرچینې وایي چې د نوموړي او حنیف اتمر تر منځ د اختلافونو له امله دا پروګرام وځنډېد.

دغه سرچینې زیاتوي چې دا اختلافونه د ښاغلي نور په اړه د سولې او اعتدال ټاکنیزې ډلې د لومړي وزیر په توګه معرفي کېدو او همدارنګه د حنیف اتمر په ټاکنیزو انځورونو کې د نوموړي د انځورونو چاپولو په اړه وو. 

دا سرچینې وایي چې د محمد حنیف اتمر له ټاکنیزې ډلې سره د یو ځای کېدو په تړاو پرېکړه د عطامحمد نور او محمد یونس قانوني له لوري یو ځای شوې ده او له یو بل پرته به په دې ټاکنیزه ډله کې حضور ونه لري.

اخوا د محمد حنیف اتمر د ټاکنیزې ډلې ویاند د دغه ډلې د مشرانو تر منځ اختلافونه ردوي.

د محمد حنیف اتمر د ټاکنیزې ډلې ویاند قادر شاه څرګنده کړه:«په ډله کې د هرڅه په اړه اجماع شتون لري. په دې برخه کې هېڅ ډول ستونزه نشته. هغه خبر چې تاسو ته رسېدلی او دوستان په دې اړه اندېښمن دي، باید ووایم چې دا موردونه هېڅ وجود نه‎لري.»

عطامحمد نور ته نژدې سرچینې وایي چې اوس مهال اختلافونه حل شوي دي، خو څرګنده شوې نه ده چې کله به د دې ډلې د ټاکنیزو کمپاینونو لومړۍ غونډه جوړه شي.

د ولسي جرګې ځينې غړي، د سولې او اعتدال ټاکنیزې ډلې ترمنځ د اختلافونو په اړه بېلابېل لیدلوري لري.

د ولسي جرګې غړی میرحیدر افضلي وویل:«استاد عطامحمد نور، د ښاغلي اتمر د ډلې یو مهم غړی دی او د دغې ډلې په جوړولو کې هغه او یوې ټولګې، ډېره هڅه کړې او دا طبعاً د دغې ډلې په بریا او ماتې اغېزه لري.»

د ولسي جرګې غړې بلقیس روشن وايي:«کله چې دوی په خپل منځ کې او خپلو وعدو ته ژمن نه دي، تاسې فکر کوئ چې دوی به خلکو ته څومره دروغجنې ژمنې وکړي.»

بل خوا د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو شورا ګواښ کوي که‎چېرې ولسمشر د ټاکنو د روڼتیا او په ټاکنو کې د لاسوهنې د مخنیوي ډاډ ورنه کړي دا شورا به له ټاکنو سره پرېکون وکړي.

د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو د شورا ویاند شهاب حکیمي څرګنده کړه:«که‎چېرې ټاکنې ترسره کېږي، رڼې او عادلانه دې ترسره شي؛ که‎چېرې دا کار ونه‎شي نو د پنجشنبې په ورځ، نوماندان سره کېني او د افغانستان د خلکو لپاره په بشپړه توګه خپله وروستۍ پرېکړه اوروي.»

د رحمت الله نبیل ټاکنیزه ډله که څه هم په یوه اعلامیه کې ولسمشر په ولسمشرۍ ټاکنوکې پر لاسوهنې تورنوي خو وایي چې په ټاکنو کې به ګډون وکړي او ټاکنې به کله هم تحریم نه کړي.

د نوماندانو ټاکنیزې سیالۍ د یکشنبې په ورځ (د زمري په ۶مه) پیل شوې. خو په دې ورځ د اتلسو نوماندانو له ډلې یوازې درې تنو رسماً خپلې ټاکنیزې منډې ترړې پیل کړې.

شریک یي کړئ