Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

'داعش پر جلال اباد ښار او هوايي ډګرهم د توغندويي برید هوډ درلود'

د ننګرهار ځايي چارواکي وايي چې داعش ډلې د دغه ولایت پربندخونې له برید سره هم مهاله غوښتل چې پر جلال اباد ښار او هوايي ډګر توغندويي بریدونه وکړي.

دغه چارواکي وايي چې څلور تنو بریدګرو د بهسود ولسوالۍ په یوه کور کې ځای پر ځای شوي وو او د داعش ډلې د نورو بریدګرو چې د ننګرهار پر بندخونې یې برید وکړ او له بهسود ولسوالۍ څخه څلور کیلومټره واټن لري له امنیتي ځواکونو سره ښکېل شول.

د بهسود ولسوال چې له داعش او طالبانو سره د جګړې څو کلنه تجربه لري د دغې ودانۍ په عملیاتو کې مهمه ونډه لري.

د داعش دغې ځپل شوې ډلې له ځان سره ۴۴۰ د هاوان مرمۍ لرلې چې د امنیتي ځواکونو لاس ته لوېدلې دي.

د ملي پوځ افسر ویس الدین په دې اړه وايي:«په واقعیت کې برید ډېر پېچلی و، دا ځنځیريي برید چې پر بندخونې شوی دا هم د هغه په دوام سره و، چې هم مهاله له دې ځایه جلال اباد وګواښل شي او هم د جلال اباد هوايي ډګر هم.» 

په دغې ودانۍ کې د داعش ډلې د جنګیالیو په وړاندې د عملیاتو مشری د بهسود ولسوال په غاړه لري. هغه کس چې له طالبانو سره د همکارۍ په تور څلور کاله یې په ګوانټانامو زندان کې تېر کړي دي.

د بهسود والسوال غالب مجاهد وویل:«ما ته معلوم دي په هغه وخت کې چې فعالیتونه یې شروع کول، شروع کړي دي چې کونړ ته ولاړ شي، مثلاً اچین ته راغلل، اچین کې یې غرونه ونیول، د دوی کشف او استخبارات هماغسې فعال وو.»

خو له بهسود ولسوالۍ کابو څلور کیلو مټره واټن لرې، د ننګرهار پر بندخونې د داعش ډلې د برید نښې پر خپل ځای دي.

چارواکي وايي چې بریدګرو د بندخونې د دېوال له سوري کولو سره د بندیانو ته د تېښتې زمینه برابره کړې ده.

د ننګرهار د ولایتي شورا غړی ناصر کامه وال وویل:«په دې کې داعش، طالب او جمع هغه څوک چې په اختطافونو کې لاس لره، ډېر لوی لوی جنایتونه یې ترسره کړي و، حتا په ځينو د اعدام فیصلې شوې وې، پر ځینو باندې اوږدمهاله قیدونه ختلي وو، هغوی ټول په تېښته بریالي شوي دي.» 

د ننګرهار د ولايتي شورا پخوانی غړی ذبیح الله زمری هم وايي:«د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې روانې دي، داعش خپل زور ښيي، که څوک له موږ سره خبرې کوي او که نه کوي، طالبان زموږ د بریدونو او جګړې مخه نه شي نیولای.»

د ننګرهار د تېرې ورځې د برید مسوولیت داعش منلی او د ۱۱ بریدګرو د یوه عکس له خپرولو سره یې ادعا کړې چې د هند درې وګړو، د تاجیکستان څلور، د پاکستان یوه او د افغانستان درې وګړو په دغه برید کې لاس درلود.

شریک یي کړئ