امریکايي ځواکونه تائيدوي چې د افغانستان په ختیځ کې د ګډو ځواکونو پوځي عملیاتو کې یو امريکايي سرتېری وژل شوی او بل یې ټپي دی.
افغانستان کې امریکايي ځواکونو قومندان، جان نیکلسون ویلي دي:«د دوی ميړانه(سرتېروی) د خپلو افغان زړه ورو شریکانو ترڅنګ وجنګېدل او نومونه یې د تاریخ په زړه کې پاتې کېږي.»
خبرپاڼه وايي چې د ټپي سرتېري حالت ښه دی.
ویل کېږي چې دا نښتې په کاپيسا ولایت کې ترسره شوي دي.
طالبانو دا نښته تائيد کړې او ویلي یې دي چې په دې نښتو کې څو امریکايي او افغان سرتېري وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې دوشنبې د غويي پر ۱۰د کندهار په دامان ولسوالۍ کې پر رومانیايي ځواکوو برید وشو، د رومانیا دفاع وزارت د خپلو ۸ سرتېرو ټپي کېدل مني.
په همدې حال کې سیمهييزو چارواکو وویل چې د کندهار په پېښه کې د یوې مدرسې ۸ زدهکوونکو هم ژوند له لاسه ورکړی دی.
امریکا او ناټو په ۲۰۱۴ زیږدیز کال کې افغانستان کې په رسمي بڼه خپل جنګي ماموریت پای ته ورساوه او یوازې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې ملاتړیزه ونډه لري.