Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

دانش:قومي سختدریځو برېښنايي پېژندلیکونه یرغمل کړي

د ولسمشر دویم مرستیال وایي برېښنایي پېژندلیکونه د ځینو قومي سختدریځو له خوا یرغمل شوي دي.

ښاغلی دانش وایي چې د ملي هویت اړوندې بېلګې د هېواد په اساسي قانون کې تنظیم شوي او که څوک د قانون د تعدیل لپاره طرحه لري باید د اساسي قانون د تعدیل پر مهال یې مطرح کړي نه د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش پر مهال.

په ورته وخت کې د برېښنایي پېژندلیکونو د وېش ادارې مشر وایي چې د دغې ادارې د برخلیک معلومېدو پر سر به د حکومت مشرانو سره خبرې وکړي.

د ولسمشر دوهم مرستیال سروردانش هم ظاهرا د برېښنايي تذکرو د وېش بهیر په ځنډېدو ناخوښ دی او وايي دا ملي بهیر د قومي توندلارو لخوا یرغمل شوی دی.

ښاغلي دانش په دې اړه څرګنده کړه:«د برېښنايي پېژندلیکونو د وېش لپاره په مېلیونه ډالره لګول شوي ټول خلک په تمه دي، چې دا بهیر پیل شي په هر دلیل د ځينو قومي سختدریځو له خوا په یرغمل نیول شوي دي.»

ځینې سرچینې وايي چې د ملي یووالي حکومت مشرانو تصمیم نیولی برېښنايي تذکرې د دې حکومت تر پایه ونه وېشل شي.

خو، د حکومت اجرايي رییس عبدالله عبدالله تېره ورځ د وزیرانو په غونډه کې څرګنده کړه  چې د برېښنايي پېژندپاڼو په وېش کې ځنډ منطقي دی او تر هغې چې خلک راضي نشي، دا پېژندلیکونه به ونه وېشل شي.

عبدالله زیاته کړه:«په دې لړ کې چې هره پرېکړه ونیول شي، د افغانستان د خلکو په غوښتنه به وي، او که‎چېرې د دې اړتیا وي د خلکو ترمنځ به بحث وشي ترڅو د هغه په بېلابېلو اړخونو بحث وشي، او پایله هغه وي چې د افغانستان ټول خلک قناعت ولري، موږ له داسې پروګرام ملاتړ کوو.»

که څه هم د برېښنايي تذکرو په وېش کې د ځنډ یو لامل د ملت او قوم په لیکلو سره د دغو تذکرو له وېشلو سره د عطامحمدنور مخالفت بلل کېږي، خو دغه لوړپوړی حکومتي چارواکي وایي که څوک د اساسي قانون د تعدیل طرحه لري باید د قانون د تعدیل پرمهال یې مطرح کړي.

د ولسمشر لومړی دویم مرستیال سرور دانش زیاتوي:«د ملي پېژاند په اړه ټول سمبولونه، لکه بیرغ، د هېواد نوم، قومیت، ملي سرود او داسې نور په اساسي قانون کې تنظیم شوي دي نه په یوه فرعي قانون کې څوک چې په دې اړه وړاندیز یا د تعدیل طرحه لري هغه مهال دې مطرحه کړي چې قانون تعدیلېږي نه د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش پر مهال چې یوه ډېر مهم پروګرام دی.»

له بلخوا د نفوسو د احوال د ثبت ادارې مسوولین چې د کمرې په وړاندې خبرو ته نه حاضرېږي وايي ولسمشرۍ ماڼۍ ته لیک استوي او له حکومتي چارواکو غواړي د برېښنايي تذکرو په وېش کې د ځنډ موده روښانه کړي.

خو د مشرانو جرګې رییس بیا داسې وايي:«قانون په ګډې کمېټې کې تایید شوی او باید برېښنايي پېژندپاڼې ووېشل شي.»

په داسې حال کې چې کابو زر تنه د برېښنایي تذکرو په برخه کې کار کوي یو شمېر هېوادوال د برېښنایي تذکرو پر پرځنډېدو اندېښمن دي.

د کابل اوسېدونکی محب الله وايي:«پېژندپاڼې باید ووېشل شي ترڅو د درغلیو له ستونزې مخنیوی وشي.»

د برېښنایي تذکرو د وېش موضوع په ۱۳۸۷ کال کې مطرح شوه خو څو ځله یې په سیاسي لاملونو ویش وځنډول شو، که څه هم ټاکل شوې وه د دغو تذکرو وېشل دوه کاله مخکې د ولسمشر د توشیح شوي قانون پربنسټ پيل شي خو دا کار ونه شو، د حکومت اجراییه ریس د دوشنبې په ورځ د برېښنایي تذکرو په ویشلو کې ځنډ پر ځاي کار وباله.

شریک یي کړئ