د بلخ پولیس وايي چې د دغه ولایت د زارې ولسوالۍ امنیه قومندان عصمت الله سالنګي چې څو ورځې مخکې له طالبانو په جګړه کې ټپي شوی و، په روغتون کې ساه ورکړه.
د بلخ د امنیه قومندانۍ ویاند عادل شاه عاد وايي چې عصمت الله سالنګي، څو ورځې مخکې هغه مهال ټپي شو چې طالبانو پر زارې ولسوالۍ برید کړی و.
هغه همدارنګه زیاته کړه چې سالنګي د درملنې لپاره کابل ته د پولیسو ۳۰۰ بستریز روغتون ته لېږدول شوی و، خو د جمعې په ورځ (د تلې په ۱۲مه) نوموړي روغتون کې ساه ورکړه.
د زارې ولسوالۍ د بلخ ولایت یوه له زیانمنو سیمو څخه ده چې د دغې ولسوالۍ په ډېریو برخو کې طالبانو حضور لري.