د سمنګانو دره صوف سکرو کان کې ۶ کارګرو ژوند له لاسه ورکړی دی.
کان کې تېره ورځ(سې شنبې د غبرګولې په ۲۰مه نېټه) د متان ګازو له چاودنې نېږدې ۲۴ ساعته وروسته ژغورونکو ډلو د ۴ کارګرو مړي او دوه ویستلي او دوه تنه نور هم کله چې له کانه ژوندي راوتلي وو، وروسته یې ساه ورکړې ده.
د ژغورنې ډلې غړی، ناظر صمیم وايي کابو شپږ سوه متره کان ته د ننه شوي شوي او د کارګرو جسدونه یې راویستلي دي.
نوموړی وايي چې وروسته له پنځو ساعتونو په دې کار بریالي شول.
د ژغورنې ډلې غړي وايي چې د کانونو وزارت انجینریان هم سیمې ته رسېدلي دي، خو کان ته نه د ننه کیږي.
سیمه کې ژغورونکي وايي چې مړه شوي کارګر له ۲۲ تر پنځه دېرشو کالو عمرونه لري.
د دره صوف ولسوالي، سلطان علي سلطاني وايي ښایې په کان کې تر یوولسو نور کارګر هم پاتي وي چې د راویستو لپاره یې هڅې روانې ديږ دی د ژغورنې لپاره د اسانتیاوو نشتوالی ستونزه بولي.
په دې اړه مو اندونه