ولسمشر غني، د سولې مشورتي لویې جرګې د ترسراوي په اړه فرمان صادر کړی چې د هغه پر بنسټ به دا جرګه له څه باندې یوې میاشتې ځنډ سره د راتلوونکي کال د غوايي میاشتې په ۹ مه نېټه ترسره شي.
ټاکل شوې وه چې دا جرګه د روان لمریز کال د کب له ۲۶ - تر ۲۹ جوړه شي او په هغې کې به له ټول هېواده کابو دوه زره هېوادوال ګډون وکړي.
د ولسمشر په فرمان کې راغلي چې دا جرګه «د اورېدو، د اغېزناکې استفادې او همدارنګه د ټولنې د ټولو طبقو او توکمو مشورو، نظرونو او تحلیل ته د درناوي د دودولو او د مذاکراتو بهیر د چټکتیا او حل لارې د موندنې په پار» جوړېږي.
د ولسمشر د دغه فرمان پر بنسټ، د سولې مشورتي لویې جرګې ګډون کوونکي له «طالبانو سره د مذاکرې د حدودو او چوکاټ» او «سولې ته د رسېدو تعریف او څرنګوالي» په اړه به بحث وکړي.
د اشرف غني په فرمان کې همدارنګه راغلي دي:«د خلکو د استازو د نظریانو په رڼا کې، د افغانستان اسلامي جمهوري مشرتابه، د سولې او مذاکراتو تګلاره تدوین او بشپړه کړي او هڅه به وشي څو ټول ملي، دولتي سرچینې او امکانات د هغه د تطبیق په درشل کې په کار واچول شي.»