د ناټو عمومي منشي، ینس سټولټنبرګ دوشنبې خبريناسته کې وویل چې ناټو د افغانانو په مشرۍ د سولې له بهیره ملاتړ کوي او هغه د افغانانو ترمنځ خبرې سولې ته د رسېدو لار بولي.
هغه همداراز وویل چې ناټو د طالبانو او امریکا ترمنځ هم د سولې له هوکړې ملاتړ کوي، ځکه دغه هوکړه افغانستان کې د دایمي سولې د پیل ټکی دی.
نوموړي څرګنده کړې ده چې دوامداره سوله یوازې د افغانانو په مشرۍ د سولې خبرو په پایله کې رامنځته کېدی شي.
ښاغلي سټولټنبرګ زیاته کړې:«زما په باور غوره لار دا ده چې موږ د افغان ځواکونو ملاتړ وکړ او دوی وکولی شي په خپل هېواد کې سوله او ثبات تامین کړي.»
ښاغلي سټولټنبرګ ویلي دي چې ناټو له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغانانو پر پیاوړې کېدو او افغانستان باثباته کېدو باندې متمرکزه ده.
د ناټو عمومي منشي همداراز بیان کړې ده:«ستونزې ډېرې دي او ډېر لاملونه یې هم درلودل چې له مخې یې د افغانستان په تړاو اندېښنې وې، خو یوه لویه لاسته راوړنه هلته شته ده او هغه دا چې موږ پیاوړي افغان ځواکونه لرو چې خپله کولی شي د ترهګرو پر وړاندې مبارزه و کړي.»
هغه د دوشنبې په ورځ هم په یوه ټویټ کې ویلي وو چې د امریکا له ولسمشر، ډونالډ ټرمپ سره یې ټلفوني خبرې کړې دي.
د هغه په خبره دواړو لورو له نړیوالې ترهګرۍ سره یې د مبارزې ترڅنګ پر نورو مهمو مسایلو خبرې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغان حکومت او زلمي خلیلزاد لخوا د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو پیل په موخه هڅې روانې دي.
خلیلزاد روانه اوونۍ کې قطر او پاکستان ته سفرونه درلودل او د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال، ملابرادر او د پاکستان له لوی درستیز، جنرال باجوه سره یې لیدلي دي.
افغان حکومت په دې وروستیو کې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو پیل لپاره د چمتووالي ډاډ ورکړی دی.