د هېواد ملي دفاع وزارت وايي چې د افغان هوايي ځواکونو د برید په پایله کې چې بدخشان کې یې د طالبانو پر یوې غونډې یې کړل، ۱۲ طالب وسله وال وژل شوي او اووه تنه نور ټپیان دي.
دغه وزارت په خبره شوې خبرپاڼه کې نن(پنج شنبې د لیندۍ په ۲۱مه نېټه) ویلي دي چې په وژل شویو کې د قاري سمیع الله په نامه د طالبانو یو مهم قومندان هم شامل دی.
د دفاع وزارت په خبره دغه برید تېره شپه د بدخشان ولایت نسي ولسوالۍ په "لواخه" سیمه کې د طالبانو د سوق او ادارې پر یوې غونډې شوی.
خبرپاڼه راغلي دي چې په دغه برید کې د طالبانو یو شمېر نقلیه وسایط او وسلې هم له منځه تللې دي.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.