Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

دفاع وزارت دریوو ولایتونو کې طالبانو ته د مرګ ژوبلې خبر ورکوي

د هېواد دفاع وزارت د خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې بادغیس، غور او غزني ولایت کې له افغان ځواکونو سره نښته کې ۲۳ طالب وسله وال وژل شوي دي.

خبرپاڼه کې نن(دوشنبې د زمري په ۲۷مه نېټه) راغلي دي چې طالبانو د بادغېس قادس ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو پر پوستې برید وکړ چې د افغان ځواکونو ځوابي برید کې ۱۷ تنه طالبان وژل شوي او اووه نور ټپیان شوي دي.

بل لور د ۲۰۳ تند قول اردو څرګندوي چې د غزني اندړو کې څلور او د میدان وردګ جلریز ولسوالۍ کې درې طالبان د دولتي ځواکونو عملیاتو کې وژل شوي.

د یادې قول اردو خبرپاڼه کې همداراز راغلي چې میدان وردګو کې یو طالب ټپي شوی هم دی.

دفاع وزارت دا نه دي ویلي، چې دغو نښتو کې افغان ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې که نه؟

طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي.
 
شریک یي کړئ