ملي دفاع وزارت د خبرپاڼې په خپرولو سره زابل ولایت کې د طالبانو برید په پایله کې د ۶ افغان سرتېرو وژل کېدل تاییدوي.
د یاد وزارت خبرپاڼه وايي چې یاد سرتېري تېره شپه(یک شنبې د وري په ۱۰مه نېټه) وژل شوي دي.
په همدې حال کې زابل ولایت کې یوه امنیتي سرچینه بیا وايي چې د زابل په ارغنداب ولسوالۍ کې د د افغان ځواکونو پوسته کې د یوه نفوذي کس لخوا ۹ سرتېري وژل شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.