دفاع وزارت د پکتیا استیناف محکمې د درېیوو وژل شویو قاضیانو د قاتل له وژلو خبر ورکوي.
یاد وزارت څرګندوي، په هوايي برید کې د طالبانو مهم قومندان، ویس الدین چې په لوګر کې د قاضیانو د وژلو لامل دی، د هغه له څلورو ملګرو سره وژل شوی دی.
درې ورځې مخکې(د لړم په ۱۶مه نېټه) د پکتیا ولایت د استیناف مخکې درې تنه قاضیان چې کابل ته د خپلو کورنو پر لور روان وو د لوګر ولایت محمدآغې ولسوالۍ په باقي اباد سیمه کې د طالبانو له کمین سره مخامخ شول.
دفاع وزارت وايي چې د طالبانو د ډلې وژل شوي غړي د لوګر ولایت په محمد اغې ولسوالۍ کې وژل شوي دي.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.