Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

دفاع وزارت کندهار کې طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې خبر ورکوي

دفاع وزارت د کندهار ولایت تخته پل ولسوالۍ کې د ۲۵ طالب وسله والو له وژل کېدو خبر ورکوي.

د یاد وزارت خبرپاڼه کې نن(سې شنبې د چنګاښ په ۳۱مه نېټه) راغلي دي چې یاد شمېر طالب وسله والو په تخته پل ولسوالۍ کې وروسته له هغې وژل شوي چې د افغان ځواکونو پر پوستو یې د برید پلان درلود.

خبرپاڼه همداراز زیاتوي چې د افغان ځواکونو بریدونو کې د یادې ډلې پلان شنډ او په شا تمبول شوي دي.

په همدې حال کې د کندهار امنیه قومندان، تادین خان هم مخکې له دې ویلي وو چې د یاد ولایت تخته پل ولسوالۍ کې طالبانو تېره شپه برید کړی او د بهرنیو ځواکونو  هوايي ملاتړ سره د افغان ځواکونو ځوابي برید کې د یادې ډلې ۲۵ غړي وژل شوي دي.

ده همداراز پر ټویټر پاڼې انځورونو په خپرولو سره وايي چې ارغستان او معروف ولسوالۍ کې له افغان ځواکونو سره په نښته کې له ۱۴ وژل شویو طالب وسله والو پاکستاني کارټونه ترلاسه شوي دي.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د کندهار امنیه قومندان، تادین خان همداراز پر ټویټر پاڼې انځورونو په خپرولو سره وايي چې ارغستان او معروف ولسوالۍ کې له افغان ځواکونو سره په نښته کې له ۱۴ وژل شویو طالب وسله والو پاکستاني کارټونه ترلاسه شوي دي.

شریک یي کړئ