Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

دوحه کې د سولې په اړه د امریکايي او طالب استازو د سلامشورو دوام

د اوربند په اړه د افغان حکومت له ټینګار وروسته، له امریکايي استازو سره د طالب ډلې د سلامشورو تازه پېر جدي پړاو ته رسېدلی دی. 

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند وايي چې د دغو خبرو اترو اصلي چورلیز د سولې بهیر کې په راتلوونکو اقداماتو بحث دی.

سهیل شاهین د خپل ټویټر پر پاڼه لیکلي چې زلمي خلیلزاد، په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان سکاټ مېلر، د طالبانو سیاسي مرستیال ملابرادر، د دې ډلې دوه نورو غړو شیرمحمد عباس ستانکزي او امیر خان متقي په دغو خبرو کې ګډون کړی وو.

هغه لیکلي:«نن ماښام ملابرادر آخند، شېرمحمد عباس ستانکزي او امیرخان متقي له زلمي خلیلزاد او سکاټ مېلر سره وکتل، دواړو لوریو د نورو اقداماتو په اړه مفصلې خبرې وکړې.»

بلخو د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی مارک ګراسمن د امریکا غږ اشنا ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي چې د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي د کموالي لپاره د طرحې شریکول یوه مثبت اقدام دی.

ښاغلي ګراسمن زیاته کړه:«واقعیت دا دی چې طالبانو تصمیم نیولی دا له خلکو سره شریک کړي د تاوتریخوالي کمښت ته لېواله دي او اوه یا لس ورځنی اوربند به وشي دا یو مثبت اقدام دی.»

له بلخوا محمد محقق د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي د کمښت طرحه روښانه نه بولي خو عمر زاخېلوال وايي حکومت باید د سولې بهیر سبوتاژ نه کړي.

د افغانستان د خلکو د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق وايي:«که چېرې اوربند هم نه کېږي. خو مذاکرت دې نه دروي، دا د تاوتریخوالي کموالی په درد نه لګېږي یا اوربند کېږي او یا نه کېږي. که چېرې اوربند ونه شي زما په ان مذاکرات باید ونه دروو چې موږ مذاکره نه کوو.»

په پاکستان کې د افغانستان پخوانی سفیر عمر زاخېلوال هم څرګنده کړه:«که چېرې حکومت له پوهاوي او نه پوهاوي سره د سولې پروسه سبوتاژ کوي زه نه وایم چې خراب نیت دی کله ناکله ښه نیت هم وي خو پایله یې مثبته نه ده.»

طالبانو ډلې ته نږدې سرچینو ویلي له ډغې ډلې سره د امریکا د سولې د موافقې د لاسلیک په صورت کې به طالبانو له یوې اوونۍ تر لسو ورځو پورې په هېواد کې تاوتریخوالی کم کړي او د افغانستان له مرکچي پلاوي سره به خبرې وکړي.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په دې اړه زیاتوي:«راځې د مذاکرې له لارې له افغانانو سره جګړه پای ته ورسوو، که چېرې له حکومت سره نه کېنئ له سیاستوالو سره کېنئ.»

په دې لړ کې د ملي امنیت شورا پخوانی سلاکار محمد حنیف اتمر ویلي له طالبانو سره د امریکا د موافقې لاسلیک باید د افغانستان له پلاوي سره د دغې ډلې د هوکړې د لاسلیک په شرط وي.  

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند په دوحه کې د امریکا له استازو سره ددغې ډلې د استازو د تازه سلامشورو خبر ورکوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه