Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

دوحه کې د طالب مشرانو سره لیدنه کې پر اورکم د خلیلزاد ټینګار

د افغان سولې بهیر لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد وايي چې دوحه کې یې د یادې ډلې له مشرانو سره د سولې بهیر په تړاو رغنده خبرې کړې دي.

نوموړي پر تویټر پاڼې لیکلي دي چې طالبانو ته یې د تاوتریخوالیو له کمښته ویلي دي.

هغه زیاته کړې ده:«‎له ملا برادر او د طالبانو د سیاسي کمیسیون له غړو سره مې درې رغنده غونډې درلودې. ټينګار مې وکړ چې د متحده ايالتونو- طالبانو توافقلیک کې د ترهګرۍ خلاف ژمنې، بین الافغاني مذاکرات، د ځواکونو وتل، او تدریجي اورکم چې تلپاتې اوربند ته وغځیږي، سره تړلي‌ دي.‌»

خلیلزاد زیاتوي:«د تاوتریخوالي په اړه، ما طالبانو ته وویل چې تاوتریخوالی باید د ټولو خواو لخوا لږ شي. د دې جګړې لګښتونو، بېګناه افغانان خورا ډیر او د اوږدې مودې لپاره کړولي دي.»

د امریکا ځانګړي استازي همداراز ویلي دي چې طالبانو له امریکا سره د سولې هوکړې پلې کېدو ته ژمنتیا څرګنده کړې.

خلیلزاد وړاندې لیکي:«‎ طالبانو توافقلیک او پلي کیدو ته یې خپله ژمنتیا څرګنده کړه. دوی وویل چې زموږ د اتباعو د موندلو لپاره به ټول هغه څه وکړي چې وس یې لري. دوی به د راتلونکي اقدام په اړه له خپل مشرتابه سره مشوره وکړي. کابل ته روان يم.»

دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې بهیر لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی له دوحې وروسته کابل ته راغی او له ولسمشر غني او د مصالحې عالي شورا له رییس، عبدالله عبدالله سره یې ولیدل.

خلیلزاد په دې تړاو هم لیکلي:«‎دواړو ته، د یو ټولشموله حکومت د جوړولو پر سر، تر اوږدو مذاکراتو وروسته، د دوي د هوکړې مبارکې ورکړه.»

خلیلزاد ویلي دي چې دغو ناستو کې یې د بین الافغاني خبرو ته د لارې پر هوارۍ هم خبرې کړې دي:«موږ دغه راز د نورو هغو ژمنو (په بیړه) په ترسره کولو توافق وکړ چې د متحدو ایالتونو- طالبانو په توافقلیک او د متحدو ایالتونو – افغانستان په ګډې اعلامیې، د دواړو لورو د بندیانو د خلاصون او د بین الافغاني‌ مذاکراتو د پیل په ګډون، کې راغلي.»

د امریکا استازي ویلي دي چې له ډاکټر عبدالله سره به له نېږدې همکاري وکړي:«له ډاکټر عبدالله سره په ملاقات کې، موږ د ده د نوې دندې د اجرائي کولو لپاره د ده پر پلان وغږیدو او له ده او د ده له ډلې سره به له نږدې کار وکړو.»

خلیلزاد دوحه کې په داسې حال کې له طالبانو سره هېواد کې د تاوتریخوالي کمښت په تړاو خبرې کوي چې په دې وروستیو کې هېواد کې د تاوتریخوالي کچه زیاته شوې.

په ځانګړې توګه روانه اوونۍ کې طالبانو کندز کې پر افغان ځواکونو بریدونه وکړل اوترڅنګ یې تېره اوونۍ هم کابل او ننګرهار کې خونړي بریدونه وشول چې ډېر شمېر ملکي کسانو ته په کې مرګ ژوبله واوښته. که څه هم طالبانو ددغو بریدونو مسوولیت ونه منل، حکومت دغه ډله مسووله بولي.

خلیلزاد پر تویټر پاڼې لیکلي دي چې طالبانو ته یې د تاوتریخوالیو له کمښته ویلي دي.

شریک یي کړئ