Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

'دوستم ته د مارشالۍ رتبې ورکړه د سیاسي هوکړې ژمنه ده عملي به شي'

د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي هوکړه لیک له لاسلیک څخه کابو ۲۰ ورځې تېرېږي عبدالرشید دوستم ته د مارشالۍ رتبې د فرمان په اړه کوم خبر نشته.

د دغه سیاسي هوکړه لیک پربنسټ ولسمشر غني باید په یوه فرمان سره د ښاغلي دوستم پوځي رتبه مارشال ته لوړه کړې وای.

ولسمشرۍ ماڼۍ او د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله ته نږدې کسان وايي، عبدالرشید دوستم ته د مارشالۍ رتبې د ورکړې په اړه کوم اختلاف نشته.

بلخوا د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي چې عبدالرشید دوستم ته د مارشالۍ رتبې ورکړه د ساسي هوکړه لیک یو له ژمنو څخه دی عملي به شي.

ښاغلي صدیقي په دې اړه زیاته کړه:«په هېواد کې د سیاسي ننګونو د حل لپاره د سیاسي هوکړې لاسلیک یو مهم ګام و او افغان حکومت بشپړه ژمنه لري هغه موردونه چې په سیاسي هوکړه لیک کې راغلي دي عملي کړي.»

ولسمشرۍ ماڼۍ او د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله ته نږدې کسان وايي چې ښاغلي دوستم ته د مارشالۍ رتبې ورکړه په اړه هېڅ اختلاف شتون نه لري.

پخوانی ډپيلوماټ احمد سعیدي وايي:«د مارشالۍ دغه نښان باید کابل کې د مُلکي او پوځي لوړپوړو چارواکو په حضور کې د ولسمشر له خوا نصب شي.»

تر دې مخکې طلوع نیوز ته سرچینو ویلي وو چې، ټاکل شوې وه دغه فرمان له سیاسي هوکړې مخکې صادر شي؛ خو ښاغلي عبدالله د مارشال د نامه تر څنګ له افتخاري کلمې سره مخالفت کړی او ولسمشرۍ ماڼۍ هم ژمنه کړې چې، دغه فرمان به له اصلاح کولو وروسته صادر کړي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ پخوانی سلاکار طارق فرهادي په دې اړه وویل:«معلومېږي چې د مشرانو ترمنځ هوکړه لیک پوخ نه و، اوس له یوې کلمې سره د غاښو لاندې یې شګه راغلې، سبا له طالبانو سره هوکړه لیک لس زره کلیمي وي نو هغه وخت موږ باید لس زره کاله په تمه شوو.»

له بل لوري عبدالله عبدالله ته نږې کسان وايي، مارشالۍ ته د ښاغلي دوستم د سترجنرالۍ رتبې ارتقا وروستۍ ده.

خو د ولسي جرګې ځينې غړي وايي، د دغې جرګې شاوخوا سلو غړو د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله تر منځ له سیاسي هوکړې مخکې په یوه لیک کې چې ولسمشرۍ ماڼۍ ته یې استولی و، عبدالرشید دوستم ته د مارشالۍ رتبې له ورکړې سره مخالفت کړی و او ښايي د فرمان په خپرولو کې د ځنډ لامل هم همدا وي.

د ولسي جرګې غړی عبدالرحمان وردک څرګندوي:«په ولسي جرګه کې د خلکو کابو ۱۰۰ استازو لاسلیکونه غونډ کړي او مخالفت کړی دی.»

له دې سره سم، د ولسمشرۍ ماڼۍ مخکیني مرستیال عبدالرشید دوستم ویاند وايي، ښاغلي دوستم ته د مارشالۍ رتبې د ورکړې مسله وروستۍ ده او دغه رتبه به د نوموړي د سیاسي او پوځي فعالیتونو له امله ورکړ شي.
 
ولسمشرۍ ماڼۍ په دې اړه د هر ډول اختلاف شتون ردوي؛ خو دا چې دغه فرمان څه وخت خپرېږي؛ څه نه وايي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه