Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

'دوه لسیزو کې ۱۰۹ خبریالان او رسنیز کارکوونکي وژل شوي'

د نومبر دویمه،«د خبریالانو په وړاندې د جرایمو د مجازاتو د معافیت د پای ته رسولو » له نړیوالې ورځې سره سمون لري.

د افغانستان د خبریالانو مرکز، په یوه رپوټ کې چې په همدې مناسبت خپور کړی، ویلي چې په تېرو دوه لسیزو کې ۱۰۹ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي.

دغه بنسټ همدارنګه زیاته کړې چې د خبریالانو په وړاندې د وژنو او تاوتریخواليو د دوسیو په څېړنه کې جدي پاملرنه نه ده شوې او یوازې د شپږو تنو په دوسیه کې عدالت تامین شوی دی.

له دې سره هم‎مهاله، د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمېټې ویلي چې افغانستان د سومالیا، سوریې، عراق، سوېلي سوډان، فلېپين، پاکستان، برازیل، بنګله‎دېش، روسیې، هند او نایجریا تر ټولو خراب ځای ګی لري.

دا په داسې حال کې ده چې د څو وروستیو کلونو په لړ کې، یوازې د موبي ګروپ ۱۱ خبریالان او رسانه‎يي کارکوونکي په بېلابېلو پېښو کې وژل شوي دي.

په وروستۍ پېښه کې د طلوع نیوز خبریال صمیم فرامرز، او تصویر اخیستونکي رامز احمدي تېر کال د وږي په میاشت کې کابل کې په یوه ترهګریزه پېښه کې ژوند له لاسه ورکړ.  

له دې پېښې یو کال وروسته د رامز احمدي کورنۍ وايي چې تراوسه یې د زوی د وژلو عاملان مجازات شوي نه دي.

د رامز احمدي پلار نورالله احمدي وايي:«ولې د دې په لټه کې نه دي؟ اوس چې دوی دا کار کړی، باید په خپله سزا هم ورسېږي. دولت مجبور او مکلف دی چې تعقیب یې کړي.»

بل خوا د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمېټې په دې ورځ افغانستان د خبریالانو د وژلو د دوسیو په څېړلو کې د ترټولو بدو هېوادونو په ډله کې راوستی دی.

د خبریالانو د خوندیتوب په نړیوالې کمېټه کې د ښځو د برخې مسووله وحیده فیضي څرګندوي:«له بده مرغه تاوتریخوالی دوام لري. سمه ده چې سږکال - ۲۰۱۹ کال نسبتاً ښه و، کله چې وایوو د قتل د شمېر له خوا نسبتاً ښه دی. ۲۰۱۸ کال تر ټولو بد کال و چې زموږ ډېر همکاران ووژل شول.»

 خبریال ذبیح الله دور اندیش په دې اړه وايي:«هغه کسان چې خبریالان وژني، نه مو دي لیدلي چې سزا ورکړل شوې وي.»

له دې ټولو سره لویه څارنوالۍ وايي چې هڅه کوي د خبریالانو د وژنې او تاوتریخوالي دوسیو ته رسېدنه وکړي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي وویل:«د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي کابو شپېته دوسیې لویې څارنوالۍ ته رسېدلي، ټولو دغو دوسیو ته رسېدنه شوې ده. د افغانستان د لویې څارنوالۍ کې د خبریالانو په وړاندې هېڅ داسې قضیه نشته چې له څېړنې پرته پایله ولرو وي.»

د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمېټې د شمېرو پر بنسټ، په تېرو دولسو کلونو کې، هر کال په ټوله نړۍ کې کابو سل خبریالان له لاسه ورکړي دي چې لس سلنه یې په افغانستان کې دي.

د څو وروستیو کلونو په لړ کې، یوازې د موبي ګروپ ۱۱ خبریالان او رسانه‎يي کارکوونکي په بېلابېلو پېښو کې وژل شوي دي.

شریک یي کړئ