ټاکل شوې چې په قطر کې د امریکا متحده ایالاتو او طالب استازو ترمنځ خبرې اترې د دوو ورځو لپاره(نن او سبا) د خپلمنځي سلامشورو په موخه وځنډول شي.
یاد لوري به راتلونکې شنبې(د کب په ۱۰مه به بیا خپلې خبرې پيل کړي.
د طالبانو ویاند وايي د تېرو دوو ورځو خبرو په ترڅ کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتو پر موضوع ژورې خبرې شوې دي او همداراز دا چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد ونه کارول شي.
هغه وايي نن او سبا به دواړه لوري خپلو منځونو کې مشورې وکړي او وروسته له هغې به د شنبې په ورځ د امریکا او طالبانو ترمنځ بیا خبرې پیل شي.
د طالبانو ویاند وايي د طالبانو سیاسي مرستیال، ملابرادر تېرو ورځو کې د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد، د قطر لومړي وزیر مرستیال، د دې هېواد د ملي امنیت سلاکار او افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو قومندان، جنرال سکاټ میلر سره هم خبرې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وویل هغه مهال به په افغانستان کې جګړه پایته ورسیږي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو پر وتو هوکړه وشي.
نوموړي زیاته کړه په افغانستان کې له سولې وروسته به وسلهوال طالبان د افغانستان له پوځ سره یوځای شي.
د شاهین په وینا د افغانستان له حکومت سره خبرې د افغانستان کورنۍ موضوع ده خو اوس د بهرنیانو پر وتو خبرې روانې دي.