Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

'دو وروستیو اوونیو کې کابو ۲۰ ولایتونو کې طالبانو بریدونه کړي'

د راپورونو پر بنسټ په تېرو دوو اوونیو کې د هېواد په شاوخوا شلو ولایتونو کې د طالبانو له لوري بریدونه او یا هم امنیت ضد فعالیتونه ترسره شوي دي.

د راپورونو لمخې، په دې موده کې یوازې د هېواد د شپږو ولایتونو په ۲۳ ولسوالیو کې طالبانو بریدونه ترسره کړي دي.

د طالبانو په تازه بریدونو کې چې د کندهار په میوند او د کندز په امام صاحب ولسوالیو کې ترسره شوي، ۶ دولتي سرتیري وژل شوي او څه باندې لس نور یې ټپیان دي.

د کندز ولایتي شورا غړی، غلام رباني رباني په دې اړه وايي:«پر کلباد، امام صاحب، چهار دره او دشت ارچي ولسوالیو بریدونه وکړل او همداراز یې د کندز پر مرکز یې هم یرغلییز بریدونه کړي دي.‎»

په تېرو دوو اوونیو کې د بغلان ولایت ۳ ولسوالۍ نهرین، جلګه او مرکزي بغلان کې هم ورته بریدونه ترسره شوي او طالبانو همداراز د پلخمري ښار په څنډو او چشمه ی شېر سیمه کې پر لویې لارې هم برید کړی دی.
د طالبانو دغه ډول بریدونه د بدخشان په ارغنج خواه، یفتل بالا، راغستان او کوهستان ولسوالیو کې هم شوي دي.

په اړه یې د بدخشان ولایتي شورا غړی، عبدالله ناجی نظري څرګندوي:«یفتل بالا چې د فیض اباد د سترو حوزو برخه ده، په کې تحرکات وو او جګړه وه.‎»

طالبانو دوه ورځې مخکې د سمنګان پر څارګرې ملي ادارې هم یو پیچلی برید ترسره کړ.

له دې سره سم، د میدان وردګو په جلریز، نرخ او سیداباد ولسوالیو کې هم د طالبانو له لوري ورته بریدونه شوي دي. د ولایتي شورا غړ یې، شریف الله هوتک بیانوي:«سره له دې طالبان په دغه ولایت کې د افغان ځواکونو پر پوستو وخت ناوخته بریدونه کوي.‎»

طالبانو تېره اونۍ د ارزګان ولایت د مرکز ټرینکوټ ښار په څنډو کې هم پر دولتي پوستونو بریدونه کړي دي.

په ورته وخت کې یادې ډلې د غزني په ګیلان، اندړ، خواجه عمري، مقر او ده یک ولسوالیو کې هم بریدونه ترسره کړي دي.

د ولایتي شورا غړی، نصیر احمد فقیري داسې وايي:«د غزني مرکز ځینو برخو لکه وضو، شالېز او ساخاته کې یې کمر بندونه چې د غزني مختلفې لارې سره نښلوي، د مخالفو وسله والو لخوا هره شپه او ورځ انداختونه کیږی.‎»

د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړې پر بنسټ، طالبانو ژمنه کړې چې، د ولایتونو په مرکزونو کې چې د ولسوالیو مرکزونه هم پکې شامل دي او د هیواد پر لویو لارو بریدونه نه کوي؛ خو طالبانو تر دې مخکې په هیواد کې یوازې د تاوتریخوالي له کمښته خبر ورکړی وو.

د ولسي جرګې غړې، نظیفه یوسف بیګ څرګندوي:«د امریکا او طالبانو ترمنځ چې د سولې هوکړه لاسلیک شوې ده، تر اوسه نقض شوې.‎»

تر دې مخکې، د امنیتي بنسټونو هغه شمېرې لخوا طلوع نیوز ته رسیدلي شمېرې ښیې چې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړې له لاسلیک یوه میاشت مخکې او څلور میاشتې وروسته طالبانو په هیواد کې څه باندې ۵۸۰۰ بریدونه ترسره کړي دي.

د دغو امارو د یوې بلې برخې پر بنسټ، په همدې موده کې، په هېواد کې د بیلابیلو پېښو له امله څه باندې ۲۶۰۰ ولسي وګړو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

د  کندز امام صاحب او د کندهار میوند ولسوالیو کې د طالبانو وروستیو بریدونو کې شپږو افغان سرتېرو ژوند بایللی او ۱۰ تنه نور ټپیان شوي دي

شریک یي کړئ