Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د۴۰۰ زره رایې ورکوونکو د نومونو لیرې کولو په اړه غبرګونونه

د ټاکنو خپلواک کمېسیون له ولسمشرۍ ټاکنو مخکې د ۴۰۰ زره رایې ورکوونکو نومونه، د رایې ورکوونکو له نوملړه لیرې کړې دي.

د دغه کمېسیون د چارواکو په وینا، دا کار په ټاکنو کې د روڼتیا د تامین او همدارنګه د جعلي تذکرو د کارونې د مخنيوي لپاره کړی دی.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویاند ذبیح‎الله سادات نن (جمعه د تلې په ۱۲مه) طلوع نیوز ته وویل: «کمېسیون د اصلاحاتو پر مهال کابو ۴۰۰زره پېژندپاڼې په توګه او له نوملړه لیرې کړې.»

خو دا کار د سیاسي ګوندونو، بهیرونو او ولسمشرۍ ټاکنو ته د نوماندانو له غبرګون سره مخ شوی دی. او وايي چې دغه کار د ټاکنو خپلواک کمېسیون خپلواکي ترپوښتنې لاندې راوستې ده.

ولسمشرۍ ته نوماند عبداللطیف پدرام په دې اړه وویل:«اصلاً له موږ سره چا مشوره نه ده. اصلاً ولې تذکرې لیرې کړل شي؟... له بده مرغه هغه مالومات چې موږ یې لرو د مرکزي احصاییې ځينې کارکوونکي چې نه زه غواړم د هغوی نومونه یاد کړم، مستقیماً ځانګړو حکومتي ډلو ته کار کوي.»

اخوا د ګوندونو او سیاسي بهیرونو کمېټه هم وايي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون له ګوندونو سره له همغږۍ پرته له نوملړونو څخه د څلور سوه زره رایه ورکوونکو نومونه ایستلي دي.

د ګوندونو او سیاسي بهیرونو د کمېټې غړی همایون جریر وايي:«مرکزي احصاییه باید په دې اړه ځواب ویونکي وي او د ټاکنو کمېسیون ملامت دی چې د رایو ورکوونکو نوملړ یې باید له ټاکنو څو ورځو مخکې د رایې ورکړې په هر ځای کې اعلان او نصب کړی وای.»

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنو له ترسره کېدو مخکې د احصایې او مالوماتو له ادارې غوښتې وو چې د رایو ورکوونکو په نوملړ کې د جعلي نومونو د پېژندنې لپاره دا نوملړونه وڅېړي.

د احصایې او مالوماتو ادارې د دغو نوملړونو له څېړلو وروسته ۲۷زره هغه تذکرې چې ویل کېږي د دغه مرکز د تذکرو په اساس دفتر کې ثبت نه وې، د رایې ورکوونکو له نوملړونو وایستې او له کمېسیون نه یې وغوښتل چې په دې تړاو یې پرېکړه وکړي.

له دې پرېکړې وروسته د ټاکنو خپلواک کمېسیون هم د احصایې دا پرېکړه ومنله.

خو د احصایې او مالوماتو اداره وایي چې دا کار یې د ټاکنو له خپلواک کمېسیون سره په همغږۍ کړی دی.

د احصایې او مالوماتو د مرکزي ادارې رییس احمد جاوېد رسولي په دې اړه څرګنده کړه:«موږ خپل د خپل اساس کتابونه وڅېړل، له هغې ډلې ۲۷ زره ریکارډ چې هغوی «ګوایف» درلودل موږ له کمېسیون سره شریک کړل او هېڅکله مو باطل اعلان کړي نه دي.»

د سیاسي ګوندونو کمېټه او د ولسمشرۍ ټاکنو یو شمېر نوماندان د یو شمېر رایې ورکوونکو د نومونو ایستل د پوښتنې وړ بولي او د احصایې او مالوماتو له ادارې او د ټاکنو خپلواک کمېسیون نه غواړي چې په دې تړاو ځواب ویونکي واوسي.

شریک یي کړئ