ځینې سرچینې طلوع نیوز ته وايي چې عطامحمد نور د لومړي وزیر مقام د اعلانولو په اړه د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند محمد حنیف اتمر او د هغه د لومړي مرستیال محمد یونس قانوني غوندې بې پایلې وې.
دغه سرچینې همدارنګه زیاتوي چې اوسمهال حتا دا ناستې د ښاغلي اتمر، قانوني او نور ترمنځ ځنډېدلي دي.
دا سرچینې وايي، ښاغلي اتمر په یوه هوکړهلیک کې ژمنه کړې چې له بریا وروسته به د خپل حکومت په لومړیو درې میاشتو کې لویه جرګه را وغواړي او د اساسي قانون په تعدیل سره به عطامحمد نور لومړی وزیر اعلان کړي، خو اوس نه غواړي چې په ټاکنیزو کمپاینونو کې دا پرېکړه اعلان کړي.
د جمعیت اسلامي ګوند د رهبرۍ شورا غړی عبدالحق اریانفر وايي:«دا ډله داسې جوړه شوې وه چې د دوه مرستیالانو ترڅنګ، استاد عطا په راتلوونکي کې د لومړي وزیر په توګه وپېژندل شي او دغې ډلې ژمنه لرله چې د افغانستان اساسي قانون بدل کړي او نظام صداراتي ته بدل کړي. اوس ویل کېږي چې دا مورد ښاغلی اتمر نه اعلان وي؛ ګواکې داسې ښکاري چې له همدې اوسه بل لیدلوری لري.»
خو د حنیف اتمر د ټاکنیزې ډلې ویاند د دې اختلاف د حل په اړه د خبرو اترو له دوام خبر ورکوي.
د حنیف اتمر ټاکنیزې ډلې ویاند قادرشاه څرګنده کړه:«هغه جزییات چې رسنۍ شریک وي، حقیقت نهلري. دننه په ډله کې، د لیدلورو پر توپیر خبرې روانې دي او تمه کېږي چې دا خبرې پایله ولري. دا ډول خبرې اترې زموږ پر بهرني کمپاین اغېزه نهلري.»
په ورته وخت کې د سیدمحمد علي جاوېد په مشرۍ د اسلامي ازاد حرکت ګوند په یوه اعلامیه کې لیکلي، له ډېرو مشورو وروسته یې ګوند پرېکړه چې له حنیف اتمر جلا شي.
دې ګوند ویلي، د لومړي وزارت په اړه د دې ټاکنیزې ډلې په منځ په دومره لږ وخت کې د دې ډول اختلاف منځته کېدل، د خلکو منځ کې د سولې او اعتدال ټاکنیزې ډلې اعتبار صفر ته رسولی او له همدې کبله یې ګوند پرېکړه کړې چې له اتمر جلا شي.