نن د اختر لمونځ د هېواد په ګوټ ګوټ کې په یوه امنه فضا کې ترسره شو او د دین عالمان له خلکو وغوښتل چې په هېواد کې د قومي او مذهبي وېشنې لپاره د دښمنانو د دسیسو په وړاندې یو موټی شي. او پرې نهږدي چې د افغانستان دښمن خپلو موخو ته ورسېږي.
هغوی د دولت له مخالفو وسلهوالو هم وغوښتل چې له جګړې او د خلکو له ژونې لاس په سر شي او د سولې له بهیر سره یوځای شي.
دولتي ځواکونه هم پر دغې ورځ ډېر مسوولیت پرغاړه لره.
هېوادوالو ته د دیني عالمانو پیغام دا وو، چې د افغانستان د دښمنانو د چلوټیو پر وړاندې دې یو موټي شي.
د دین عالم ایاز نیازي په دې اړه وویل:«زموږ پایښت په یو موټيوالي کې دی دښمن غواړی چې موږ بې اتقافه او بې اتحاده کړي.»
له دې سره، له طالبانو څخه د خلکو غوښتنه دا وه، چې له جګړې لاس واخلي او د سولې په فضا کې دې ژوند غوره کړي.
د کابل اوسېدونکی شعیب په دې اړه وايي:«مخالفینو ته زما پیغام دا دی چې را دې شي د هېواد په ابادولو کې له یو بل سره لاس ورکړي چې له دغه وضعیت څخه وژغورل شو.»
د کابل بل اوسېدونکی محمد هم زیاتوي:«د خدای په پار له جګړې لاس واخلئ.موږ ټول مسلمان یوو، کافر نهیوو چې ستاسو له خوا وژل کېږو.»
په ننګرهار کې هم دیني عالمان د دولت وسله والو مخالفینو ته پیغام لري او د خلکو پر یووالي ټینګار کوي.
د اختر د لمانځه لپاره امنیتي تابیاوې وروسته تر هغو جدي شوې، چې له اختر څخه څو ورځې وړاندې ترهګرو په کابل کې د امام زمان جومات په نښه کړ.
د حج او اوقافو وزارت د سپېڅلو ځایونو د په نښه کولو له کبله اندېښنه وښووله او په دې تړاو یې د امنیت شورا ته یوه طرحه واستوله، چې له مخې به یې په هېواد کې د سپېڅلو ځایونو امنیت ټینګ شي.