Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د اختر په ورځو کې له اوربنده هرکلی

د ناټو تړون د د راتلونکې لوی اختر دریوو ورځو کې د طالبانو او افغان حکومت د اوربند له اعلانه هرکلی کړی دی.

افغانستان کې د ناټو استازي پر ټویټر لیکلي چې د اختر دریوو ورځو اوربند د افغان سولې بهیر لپاره مهم ګام دی او له دغه اوربند سره د افغانانو باید خپلمنځي خبرې پیل کړي.

بل لوري کابل کې د امریکا د سفارت شارزدافېر هم پر ټویټر لیکلي:«‎تمه ده چې دواړه لوري پر خپلو ژمنو عمل وکړي او ژر تر ژره د افغانانو خپلمنځۍ خبرې پیل شي.»

همداراز د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد د افغان حکومت او طالبانو لخوا د اختر دریوو ورځو کې له  اوربنده هرکلی کړی دی.

هغه هیله څرګنده کړې چې دغه اختر افغانانو سره راټول او سولې ته د نېږدې کېدو لامل شي.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر د اختر په ورځو کې د افغان حکومت او طالبانو له خوا د درې ورځني اوربنده هرکلی کړ دی. یوناما هیله څرګنده کړې ده چې د پاتې بندیانو ازادول او د تاوتریخواليو کمښت به د افغانانو ترمنځ خبرو ته زمینه برابره کړي.

په همدې حال کې افغان حکومت له د طالبانو لخوا د اوربند له اعلانه هرکلی کړی دی.

د ولسمشر ویاند د اوربند اعلان مهم ګام بللی خو د هغه په خبره چې د افغانستان خلک د دوامداره اوربند او د سولې د خبرو پیل غوښتونکي دي.

طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو د اختر په درې شپو او ورځو کې د اوربند اعلان کړی دی.

دغې ډلې همدارنګه په خبرپاڼه کې خپلو جنګیالیو ته لارښونه کړې ده چې د اختر په درې شپو او ورځو کې به په افغان امنیتي ځواکونو هېڅ ډول بریدونه نه کوي.

طالبانو په دغې خپره شوې خبرپاڼه کې خپلو جنګیالیو ته په خطاب کې ویلي چې هېڅا ته د دې اجازه نشته چې د افغان دولت سیمې ته ورشي او همدارنګه دولتي عناصرو ته هم اجازه نشته چې زموږ سیمو ته راشي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د تاوتریخوالي او ولسي وګړو د مرګ ژوبلې کچه لوړه شوې ده.

د اختر په ورځو کې له اوربنده هرکلی

افغانستان کې د ناټو استازي پر ټویټر لیکلي چې د اختر دریوو ورځو اوربند د افغان سولې بهیر لپاره مهم ګام دی

شریک یي کړئ