Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د اداري اصلاحاتو او مُلکي خدمتونو کمېسیون په کار پیل وکړ

ولسمشر غني د جهارشنبې په ورځ (د غبرګولي په ۳۱ مه)د اداري اصلاحاتو او مُلکي خدمتونو کمېسیون د نویو کمېشنرانو د معرفي کولو په غونډه کې وویل چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون د دسیسې او توطئه ځای به نه وي او په هېواد کې باید د ټیګاو زمینه برابره کړي.

ښاغلي غني ټینګار وکړ چې په هېواد کې د رڼو او د زورواکو له منځګړيتوب څخه پرته ګمارنو تضمینوونکی ملي یووالی دی.

هغه څرګنده کړه:«دغه کمېسیون د دسیسې، توطئې او ناقص فکر ځای نه دی. دغه کمېسیون راتلونکی څاري او د یوه سوکاله او باټیکاو افغانستان زمینه برابره وي.»

دغه کمېسیون په دې وروستیو کې د یوې ازادې سیالۍ له لارې ۵۰۰ کارکوونکي یې د برېښنايي پېژند پاڼو په اداره کې ګمارلي دي.

دغه کارکوونکي له یوې ازمونې وروسته او د هېواد له ۳۳ ولایتونو څخه غور کړل شوي دي.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې رییس نادر نادري په دې اړه وویل:«د افغانستان تینګاو او سوکالي یوازې او یوازې د افغانستان د سرتېرو، جنرالانو، منسوبینو د سرښندنې له لارې رامنځته کېدای نه‎شي. موږ نن د مسؤولت ټول بار مو د هغوی پر اوږو اېښی.د هغوی قربانۍ به بې‎ځایه ولاړې شي که‎چېرې موږ د افغانستان د ملکي خدمتونو اداره کارنده او اغېزناکه نه کړو.»

د دغو کمېشنرانو شمېر اته تنه دی او د چهارشنبې پر ورځ یې کار پیل کړ.د هغوی له نوم او زده‎کړو څخه په لنډه توګه یادونه شوې ده.

۱- نجیب الله امین د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون کمېشنر زده کړې، دکتورا ته نوماند.

۲- روح الله امین د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسیون کمېشنر زده کړې د تطبیقي ارواپوهنې ماسټر او د طب ‌دوکتور.

۳- تبسم ولایت نیرو د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسیون کمیشنره زده کړې، د فلسفې، او له ټولنیز اړخه د انسان پېژندنې د برخې لوړپوړې کارپوه

۴- میوند رهیاب د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون کمېشنر زده کړې، د عامه اداې په برخه کې لوړپوړی کارپوه.

۵- سید حشمت الله د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون کمېشنر زده کړې د کابل د طبي پوهنتون لیسانس.

۶- احمد راتب مظفري د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون کمېشنر زده کړې د نړیوالو مطالعاتو په برخه کې دوکتور.

۷- بریالی هلمندي د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون کمېشنر زده کړې د سیاسي علومو په برخه کې لیسانس او د عامه ادارې لوړپوړی کارپوه.

۸ مقدسه یورش د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون کمېشنره زده کړې، د اقتصاد او مدیریت په برخو کې لوړپوړې کارپوه.

د شمېرو له مخې، دم‎ګړې په حکومتي ادارو کې شاوخوا ۲۵ زره بنستونه تش دي. خو ښاغلی غني په دولتي ادارو کې د ۵ زره نورو بستونو او په ټول هېواد کې د ۸ زره ښوونکو  د بستونو اعلان وکړ.

ولسمشر وايي د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون د دې کسانو د ګومارنې مسؤولیت لري.

ولسمشر غني د دغو کمېشنرانو د معرفي کولو په غونډه کې وویل چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون د دسیسې او توطئه ځای نه دی.

شریک یي کړئ