Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ارګ او بهرنیو چارو وزارت داختلافونو په اړه د مشرانو جرګې غبرګون

ځينې سناټور په اسلام اباد کې د افغان سولې خبرو اترو په اړه د ارګ او بهرنیو چارو وزارت اختلاف د شرم وړ ګڼي.

په دې وروستیو کې د ولسمشرۍ ماڼۍ او د بهرنیو چارو وزارت ویاندویانو اسلام اباد ته د طالبانو د ۱۲ کسیز پلاوي په اړه بېلابېلې څرګندونې لرلې دي.

د بهرنیو چارو وزارت له طالبانو د پاکستان له کوربتوب هرکلی کړی، خو د ولسمشر ویاند بیا د پاکستان دا کار د دواړو هېوادونو ترمنځ د اصولو پر خلاف ګڼي.

بلخوا د مشرانو جرګې لومړی مرستیال پاکستان په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په کار کې صادق نه بولي خو سولې ته د رسېدو لپاره د ملي او نړیوالې اجماع په رامنځته کېدو ټینګار کوي.

د مشرانو جرګې لومړی مرستیال  محمد علم ایزد یار په دې اړه زیاته کړه:«د افغانستان د پېښې د حل لپاره باید یوه سیمه‎ییزه او نړیواله اجماع چې د سیمه‎ییزو او نړیوالو هېوادونو له ملاتړه برخمن وي.»

خو د مشرانو جرګې رییس بیا طالبانو د پاکستان مزدوران ګڼي او له هغوی سره اړیکې خطرناکې ګڼي او د سولې په اړه د ارګ له دریځه ملاتړ کوي.

د مشراخو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار وویل:«د طالبانو هغه انځورونه چې په پاکستان کې له د دغه هېواد له چارواکو سره ولیدل د یوه افغان په توګه زما لپاره د شرم وړ دي.»

ځينې سناټوران اسلام اباد ته د طالبانو د پلاوي او زلمي خلیلزاد د سفر په اړه د ارګ او بهرنیو چارو وزارت ترمنځ اختلافاتو په اړه بېلابېلې څرګندونې لري.

د مشرانو جرګې غړی محمد رحیم حسنیار وايي:«ارګ او د بهرنیو چارو وزارت دوه دوګونې بیانیه ورکړه واقعاً د شرم ځای دی.»

د مشرانو جرګې غړی رحمت الله اڅکزی څرګندوي:«د ملي مسایلو په اړه باید د دولت مشران یو لیدلوری ولري.»

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې تېره اوونۍ د طالبانو یوه پلاوي او همداراز د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد اسلام اباد ته سفر وکړ.

بلخوا بیا د بهرنیو چارو زوارت سیاسي مرستیال ادریس زمان وايي چې پاکستان ته د طالبانو د پلاوي تګ او د دغه هېواد له لوړپوړو چارواکو سره د طالب ډلې لیدل، د سولې خبرو اترو لپاره نه وو.

که څه هم د بهرنیو چارو وزارت ویاند له دغې کتنې هرکلی وکړ خو د ولسمشر ویاند د طالبانو له استازو د پاکستان د هرکلي غندنه وکړه.

د مشرانو جرګې لومړی مرستیال سولې ته د رسېدو لار یوازې په یوې نړیوالې او ملي اجماع کې ګڼي.

شریک یي کړئ