Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ارګ عملیاتي او ملاتړې ادارې د پروژو په اړه نیمګړي معلومات ورکړي

د طلوع نیوز یو رپوټ څرګندوي چې د ولسمشرۍ ماڼۍ د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې، په تېرو دوه کلونو او بېلابېلو برخو کې څه باندې ۸۰۰ پرژوې ترلاسه کړي. خو دغې ادارې د دغو پروژو د لګښتونو او کار جزیات په اړه رسنیو ته نیمګړي او څو اړخیزه معلومات ورکړي دي.

د دغې ادارې چارواکي وايي چې هغوی خپل کارونه په ۵۷ لویو پروژو کې شامل کړي او تراوسه، نږدې ۱۰ مېلیارده افغانۍ په دغو پروژو لګېدلي دي؛ خو د افغانستان د څار بنسټ په دې باور دی چې د هېود ۳۰ تر ۴۰ سلنې بودیجه، د ولسمشرۍ ماڼۍ د ملي پراختیا د عملیاتي او ملاتړې ادارې په کارونو لګېږي. 

د ولسمشرۍ ماڼۍ د ملي پراختیا د عملیاتي او ملاتړې ادارې د معلوماتو له مخې دغې ادارې چې دوه کاله یې له جوړېدو تېرېږي، تر اوسه د ۵۷ لویو پروژو تر څنګ ۸۳۵ ودانیز او د بیارغونې پروژې عملي کړي چې له دې ډلې، ۱۱۳ پروژې یې بشپړې شوې دي.

د دغې ادارې مسوولین زیاتوي چې، دوی تر اوسه په دې موده کې، نږدې ۱۰ مېلیارده افغانۍ پر خپلو کارونو لګولي او په دې بهیر کې نږدې ۳ مېلیارده افغانۍ سپما هم شوې ده.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د ملي پراختیا د عملیاتي او ملاتړې ادارې د رسنیو مسوول حجت الله مجددي په دې اړه وايي:«ولسمشر صاحب هم ډېری کارونه - زموږ هېوادوال هم متوجه دي - که چېرې فکر کوي چې د یوې بلې مرجع په واسطه نه ترسره کېږي، د عملیاتو ادارې ته یې ورکوي.»

خو په هغه نوملړ کې چې، یادې ادارې د خپلو کارونو په اړه طلوع نیوز ته استولی د دغه بنسټ له لوري د عملي شویو پروګرامونو او پروژو د جزیاتو او لګښتونو په اړه څه نه لیدل کېږي.

خبریال مجتبی بېګزاد هم د روان کال په پسرلي کې د ولسمشرۍ ماڼۍ د ملي پراختیا د عملیاتي او ملاتړې ادارې د کارونو په اړه یو راپور جوړ کړی و. د دغې ادارې مسوولینو هغه ته د خپلو کارونو یو بېل نوملړ ورکړی دی. په دې نوملړ کې د پروژو شمېر، ۱۸۲ او د هغو پروژو لګښت څه باندې ۷ مېلیارده او ۷۰۰ مېلیونه افغانۍ لیکل شوی دی.

ښاغلی بېګزاد زیاتوي:«په ځينو ولایتونو کې پروژې حذف شوې وې. د پروژې نوم و؛ خو د پیسو مقدار حذف شوی و. کله چې موږ بیا ورسره اړیکه ټینګه کړه، وې ویل چې موږ په پروژو کې سپما کړې ده او یا هم په سمه بڼه یې عملی کړي نه دي او یا هم تطبیق کړې نه وې.»

د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ هم د ولسمشرۍ ماڼۍ د ملي پراختیا ملاتړه عملیاتي اداره د خپلو کارونو په اړه د ځواب نه ورکړې له امله نیوکه کوي او دغې ادارې ته ورکړ شوي مسوولینونه، د نورو دولتي بنسټونو له کارونو سره موازي بولي.

د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ رییس سید اکرام افضلي څرګنده کړه:«عملیاتي اداره، د حکومت ۳۰ تر ۴۰ سلنه پراختیايي بودیجه لګوي چې دا یو ډېر لوړ شمېر دی؛ خو په دغه بنسټ کې روڼتیا او ځواب وینه لاهم د پوښتنې وړ ده.»

په داسې وضعیت کې، د ولسمشرۍ ماڼۍ د ملي پراختیا د عملیاتي او ملاتړې ادارې مسوولین وايي چې، دوی په راتلونکي کال کې د خپلو کارونو د پرمخ بیلولو لپاره د ۲۸ مېلیارده افغانیو د ورکړې غوښتنه کړې ده.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د ملي پراختیا د عملیاتي او ملاتړې ادارې کاري ځواک له یادې ادارې سره د بنايي تصدۍ په یوځای کېدو سره برابر شوی او اړوند مسوولین همداراز زیاتوي چې، په تېرو دوو کلونو د ۲۶ زرو کسانو لپاره یې دایمي کار او یو مېلیون نورو کسانو لپاره یې لنډ مهاله کار برابر کړی دی.

شریک یي کړئ