Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو پر ژر پېلدو د محب ټينګار

ځينې هغه کسان چې په دوحه کې د افغانانو ترمنځ غونډه کې ګډون کړی و، وايي چې له طالبانو سره د سولې هوکړې ته، تر رسېدو وروسته د راتلوونکي نظام څرنګوالی، تر ټولو مهمه موضوع ده چې باید د افغان حکومت او طالبان ترمنځ حل شي.

د دغې غونډې ګډون کوونکي، په دې باور دي چې د راتلوونکي نظام څرنګوالی د دواړو ترمنځ یوه له پېچلو موضوعګانو څخه به وي او اړتیا ده چې په دې اړه بحثونه وشي.

د مشرانو جرګې غړې او د دوحې غونډې ګډون کوونکې انارکلي هنریار وايي:«د نظام موضوع د دواړو ترمنځ یوه اختلافي او جدي موضوع ده؛ ځکه چې مقابل لوری پر اسلامي امارت ټينګار لري او زموږ لوری چې په دغې غونډه کې وو، زموږ ټينګار په چمهوریت وو.»

د ولسمشر غني د ملي امنیت سلاکار هم کابل کې د المان له سفیر سره لیدنه کې د افغانانو ترمنځ د خبرو د بل پړاو په هر څه ژر پیل ټینګار کړی دی.

د افغانانو ترمنځ غونډه تېره اوونۍ د کابو ۷۰ تنه سیاستوالانو، د ښځو د حقونو په برخه کې فعالانو، د مدني ټولنې د فعالانو او د طالب ډلې د ۱۷ غړو په ګډون دوحه کې د دوه ورځو لپاره جوړه شوه.

د ملي امنیت شورا دفتر ویاند کبیر حقمل په دې اړه څرګنده کړه:«زموږ تمه دا ده چې راتلوونکې ناسته به نږدې راتلوونکي کې جوړه شي او دا غونډه به منظمه، متمرکز او له ښو پایلو سره به وي.»

خو د طالبانو یو پخوانی چارواکی په دې اند دی، که د خبرو دواړه لوري واک ولري، کولای شي د نظام په ګډون په ډېرو موضوعګانو سره هوکړې ته ورسېږي.

د افغانستان د حرکت انقلاب اسلامي ګوند ريیس مولوي قلم الدین وايي:«دا چې راتلوونکی نظام جمهوري وي یا ډول یې صدارتي یا هم پارلماني او یا دا چې پرې څه نوم اېږدي باید د دواړو لورو ترمنځ پرې بحث وشي.»

له دې وړاندې افغان حکومت د دوحې غونډه یوه موکه بللې وه، خو د دغې غونډې د پرېکړه‎لیک په اړه یې اندېښنه ښودلې ده. چې دا پرېکړه لیک د بیان ازادي، د رسنیو امنیت، جمهوري نظام او ټاکنې په نښه کړې دي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر په نږدې راتلوونکي کې، د افغانانو نرمنځ د خبرو اترو د بل پړاو د پیل په اړه خبر ورکوي.

شریک یي کړئ