Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانانو ترمنځ د خبرو هڅو په موخه د خلیلزاد د سفر تازه پړاو

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت وايي د افغان سولې بهیر لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد قطر، افغانستان، پاکستان، بلغاریا او ناروې ته د سفر تازه دور پیل کړی دی.

یاد بنسټ وايي چې خلیلزاد دغه سفر تېره ورځ (شنبې د زمري په ۴مه نېټه) څرګنده کړې او په ترڅ کې به یې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو، د تاوتریخوالي کمښت او د بندیانو ازادولو بهیر مخې ته د پرتو خنډونو پر لیري کولو به ټینګار وکړي.

د  خبرپاڼې له مخې خلیلزاد به د افغانانو  ترمنځ د خبرو لپاره د پاکستان ملاتړیزې ونډې غوښتنه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي تېره ورځ د امریکا د سولې انسټېټیوټ  یوې انلاین غونډه کې د افغانستان د سولې د راتلونکې په تړاو خبرو کې هېواد کې د تاوتریخوالي زیاتوالي په تړاو اندېښنه څرګنده کړه.

هغه زیاته کړه چې د تېر کال په پرتله د پوځيانو او ولسي وګړو مرګ ژوبلې د پام وړ کموالی موندلی دی.

ښاغلي خلیلزاد چې په دغې غونډه کې وینا کوله وویل چې د افغانانو تر منځ د خبرو د پېلېدو لپاره اړتیا ده چې تاوتریخوالي کم شي او د بندیانو د خوشي کولو بهیر پای ته ورسېږي.

ورته مهال د بهرنیو چارو نوماند وزیر حنیف اتمر وايي چې د طالب بندیانو ازادول د حکومت ژمنه نه ده او ټينګار کوي هغه بندیان چې ازاد شوي د خوشې کولو وړ نه دي.

  له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل له طالبانو سره د امریکا د هوکړه لیک یوه مهمه برخه ده. خو زلمی خلیل زاد ټينګار کوي چې له طالبانو سره د امریکا د هوکړې له مخې د طالبانو له لوري هېڅ امریکایی سرتېری نه دی وژل شوی او بشپړ وتل د شرایطو او د دوحې د هوکړه لیک له مخې د طالبانو ژمنو د عملي کېدو د دوام پر بنسټ وي.

بل خوا د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازي ایران د افغان سولې په بهیر کې په نه همکارۍ تورنوي او وایي چې دا هېواد په دغه هېواد کې د سولې له هڅو سره، له واشنګټن سره د ترینګلو اړیکو له امله همکاري نه کوي.

 د شمېرو له مخې تر اوسه حکومت ۴۴۰۰ طالب زندانیان خوشي کړي او د طالبانو له لوري هم د  حکومت شاوخوا ۸۶۱ تنه بندیان خوشي شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې خلیلزاد افغانستان، بلغاریا، ناروې، پاکستان او قطر ته سفرونه وکړي

شریک یي کړئ